د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي هغه ریپوټونه ناسم دي چې وايي ده د چین د ولسمشر شي چینپنګ سره د ملاقات غوښتننه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې دواړو هیوادونو استاځي په سویډن کې د سوداګرۍ په برخه کې په دوو اړخیزو مزاکراتو بوخت دي.
ښاغلي ټرمپ د ټروډ سوشل پر ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې لیکلي دي چې ،، زه د هیڅ شي غوښتنونکی نه یم. زه ښايي چین ته ولاړ شو خو دا به یواځي د ولسمشر شي په بلنه ترسره کېږي چې بلنه یې راکړې ده. غیر له هغې نه زه کومه علاقه نلرم.،،
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د امریکا او چین ترمنځ استاځي نن د سې شنبې په ورځ په سویډن کې د دویمې ورځې دپاره مزاکرات کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي تعارفو پر سر هغه جنجالونه او د نظر توپیرونه حل کړي چې د پخوا څخه پاتې دي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ او د چین ولسمشر شي د وروستي ځل دپاره په کال ۲۰۱۹ کې سره ولیدل کله چې ولسمشر ټرمپ خپل د جمهوري ریاست په لومړۍ دوره کې و.
دواړو هېوادونو د می په میاشت کې هوکړه وکړه چې د خپل مینځي وضعه شویو درنو مالیاتو کچه به پر وارداتي توکو راټیټه کړي.
امریکا تعارفې له ۱۴۵ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته، او چین له ۱۲۵ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راکمې کړې.
په سویډن کې روانې خبرې د اګست د ۱۲ مې نېټې د ټاکل شوي مهلت نه مخکي ترسره کېږي او موخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دایمي سوداګريز تړون نهايي کیدل دي. چارواکو دا نه دی رد کړې چې ښايي د مې د میاشتې د هوکړې مهلت نور هم پسې وغځول شي.
فورم \ دبحث خونه