د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین د تجارتي تعارفو د توقف تمدید موافقه وکړه


Trump India tariff
Trump India tariff

د متحدو ایالتونو او چین مذاکره کوونکو په ستاکهولم کې له دوو ورځنیو خبرو وروسته موافقه وکړه چې د اوس لپاره په یو بل باندې د لوړو تعارفو توقف او ځنډ په خپل حال وساتي، دوی کوم وروستي تړون ته ونه رسېدل.

د سه شنبې د ورځې په خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ ونه شو، امریکايي مقامات وايي چې دوی به ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکوي چې د تعارفو د وضع کېدو د توقف په اړه نهايي پریکړه وکړي، د تعارفو د ځنډولو پرېکړه د اګست په ۱۲مه نېټه ختمېږي- یا ممکن دا تعارفې نورې هم لوړې شي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکات بیسنټ وویل:«موږ په نړیواله کچه د چین له حده د زیات ظرفیت په اړه خپله انېښنه څرګنده کړه او دا چې دا سږکال او راتلونکو کلونو لپاره څه مانا لري. موږ همدغه راز د هغوی له لوري د ایراني تیلو، چې بندیز پرې لګول شوی، د اخیستلو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه، هغوی تقریبآ ۹۰ سلنه پيري. موږ همدغه تاسف څرګند کړ چې باور لرو هغوی په روسیې باندې د ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تکنالوژي، چې هم په پوځي او هم غیر پوځي برخو کې کارول کېږي، خرڅه کړې ده.»

هغه زیاته کړه:«په عمومي ډول د غونډو ژبه رغوونکې وه... موږ نه غواړو له یو بل څخه جلا شو، خو فقط د ځینو ستراتیژیکو صنایعو په اړه که هغه نایابه خاورین عناصر وي، سیمي کنډکټر وي او یا درمل وي، بیا خطر ومنو... موږ په دې باندې هم خبرې وکړي چې څه کولای شوي چې اړیکو تعادل ولرو.»

د متحدو ایالتونو استازي جیمیسون ګریر وویل:موږ همدغه راز د ولسشمر د تجارت د پروګرام او تجارتي تګلارې د نظر په اړه هم تاکید وکړ، چې د متحدو ایالتونو اقتصادي کسر کموي، صنعت زیاتوي او اقتصاد مو بیا رغوي. موږ ځان مطمین کړ چې هغوی پوه شي دا هغه اهداف دي چې ولسمشر یې د ترلاسه کولو هڅه کوي. او موږ یو ځل بیا خپل رضایت څرګند کړ چې زموږ ډېر تجارتي ملګري له دغو اهدافو سره یو ځای شوي.»

ګریر زیاته کړه:« او موږ له چینایانو سره هم، همدغسې بحثونه وکړل. او دقیقآ، موږ په لومړي قدم کې د دې هدف لپاره دلته یو، چې له چین څخه امریکایي شرکتونو ته د نایابه خاورینو عناصرو د انتقال د چټکولو په اړه، په لندن کې د موافقې تطبیق تائید کړو. او وتوانېدو چې په دې اړه نور هم وغږېږو چې څنګه د متحدو ایالتونو د انتقالاتو ټوله لړۍ، چې له درېیمو هېوادونو څخه هم تېرېږي، چټکه کړو.»

د چین مذاکره کوونکي لي چینګنګ خبریالانو ته وویل چې بحث «رغوونکی» او «رښتینی» و او موافقه یې وکړه، چې تعارفې په خپل اوسني حال وساتي. دا مهال متحده ایالتونه د چین په وارداتو باندې ۳۰ فیصده او چین د امریکا په توکو باندې ۱۰ فیصده تعارفه لګولې ده.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سکاتلنډ کې د دغو خبرو په اړه تبصره وکړه و ویې ویل چې خوښوي وویني «چین خپل هېواد پرانیزي».

دواړو هېوادونو د مۍ په میاشت کې موافقه وکړه چې په یو بل باندې به تعارفي کموي. متحدو ایالتونو له ۱۴۵فیصد تعرفه ۳۰ فیصدو او چین ۱۲۵ فیصده ۱۰ فیصدو ته راکمه کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG