د امريکا متحدو ايالتونو د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۱) د ايران د مستعارو بیړیو د ډلې پر وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړل، څو د ايران د تېلو صادرات مختل او د تهران د عوايدو سرچينې بندې کړي.
دغه عوايد د امريکايي چارواکو په وينا د ايران د ورانکارو فعاليتونو او د ترهګرۍ د تمويل لپاره کارول کېږي.
د چین د خامو تیلو او پټرولیم محصولاتو دوه ټرمینلونه او ذخیره کونکي او د هانګ کانګ میشته درې بار وړونکي شرکتونه د ایران د تیلو د غیرقانوني صادراتو د اسانتیا لپاره د بندیزونو په لیست کې اضافه شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پیګوټ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د ایران د تیلو د غیرقانوني خرڅلاو د اسانتیاوو برابرونکو په وړاندې د بندیزونو په اړه وویل: "امريکا هغه مالي سرچينې قطع کوي چې د ايران رژيم د سيمې د بېثباتۍ او د خپلو خلکو د ځپلو لپاره کاروي".
پیګوټ زیاته کړه "د بهرنیو چارو وزارت په چین کې میشت د خامو تیلو او پټرولیم محصولاتو په دوو ټرمینلونو او ذخیره کونکو باندې بندیزونه لګوي ځکه دوي په هغه ټنکرونو کې چې د امریکا له خوا پرې بندیزونه لګول شوي وو، په میلیونونو بیرل غیرقانوني ایراني تیلو واردول.»
د بندیزونو له مخې، د چين د تېلو د دوو سترو زیرمو او شرکتونو – Qingdao Port Hisea Dongjiakou Oil Terminal او Yangshan Shengang International Petroleum Storage – نومونه په تور ليست کې شامل شول.
چارواکي وايي چې دغو شرکتونو د ميليونونو بېرلو غيرقانوني ايرانې تېلو په واردولو کې مرسته کړې.
دا تازه ګام د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د “ملي امنيت دويم يادداښت” پر بنسټ د ايران پر وړاندې د اعظمي اقتصادي فشار د تګلارې يوه برخه ده.
همدارنګه، د امريکا خزانې وزارت د هانګ کانګ په دریو بېړۍ لرونکې کمپنیو – Hang Shun Shipping, U Beacon Shipping, او ARES Shipping – باندې بندیز لګولي. د واشنګټن په وينا، دغو شرکتونو د ايران خام تېل د چين بېلابېلو بندرونو ته انتقال کړي.
په ورته وخت کې، د امریکا د خزانې وزارت د انتونیوس مارګاریتس او د هغه د شرکتونو پر شبکې باندې هم بندیزونه لګوي ځکه چې د تیلو په صنعت کې یې د خپل موقف څخه په غیرقانوني توګه د ایران د تیلو د سوداګرۍ لپاره ګټه اخیستله.
د خزانې وزارت د نورو ادارو او کښتیو په وړاندې هم اقدام کړی چې د ایران د تیلو په لیږد کې ښکیل دي.
د بندیزونو له مخې، د نوموړو شرکتونو او اړوندو افرادو ټولې شتمنۍ چې په امريکا کې موجود د ي يا د امريکايي اتباعو تر کنټرول لاندې دي، کنګل کېږي.
په تیرو شپږو کلونو کې د ایران پر وړاندې د تر ټولو لویو بندیزونو له اعلان یوه ورځ وروسته، سي بي ایس نیوز د چین له خوا د ایران د تیلو د پیرودلو د جزئیاتو په اړه راپور ورکړی دی.
سي بي ایس نیوز په یوه نوي راپور کې ویلي چې د چین حکومت لاهم په پټه له ایران څخه تیل اخلي او د سمندر په مینځ کې له یوې کښتۍ څخه بلې کښتۍ ته د تیلو لیږدولو لپاره مستعارې بیړۍ کاروي.
راپور وايي چې د تیلو ټانکرونو یوه پیچلې او پټه شبکه د چین لپاره دا کار کوي.
د چین جنوبي سمندرګي کې د کشفي الوتکې څخه د سي بي ایس خبریالانو د ۱۲ ټانکرونو شاهدان وو چې په یو وخت کې یې له یوې کښتۍ څخه بلې کښتۍ ته تیل لیږدول.
دا عملیات په پټه د مالیزیا له اوبو بهر ترسره شول - چیرې چې کښتیو خپل د تګ راتګ یا نیویګیشن سیسټمونه بند کړي وو.
فورم \ دبحث خونه