متحدو ایالتونو د افغانستان لپاره ډان براون د نوي شارژدافیر په توګه وټاکه. ښاغلی براون د کرن ډیکر په ځای په دغه موقف کې ګمارل شوی دی.
د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د ماموریت د ایکس په رسمي حساب کې ښاغلي براون ته د نوي ماموریت مبارکي ورکړل شوې او د میرمن ډیکر د خدمت ستاینه شوې ده.
په دغه حساب کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو په خپاره شوي پيغام کې راغلي: «موږ شارژدافیرې اغلې کرن ډیکر سره خدای په اماني کوو او د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په ماموریت کې د هغې له کلونو خدمت او مشرۍ څخه مننه کوو. د نوي لنډمهاله شارژدافیر په توګه د ښاغلي ډان براون په هرکلي کې له موږ سره یوځای شئ.»
په بیان کې ویل شوي دي چې ښاغلی براون د ۲۰۲۳ میلادی کال د نومبر له میاشتې راهېسې د دغه ماموریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
ډان براون د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهېسې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د ماموریت مرستیال و.
تر هغه مخکې یې د بهرنیو چارو په وزارت د استخباراتو او تحقیق په څانګې کې د ترهګرۍ، نشه يي توکو او جرایمو د تحقیق د برخې مرستیال و. نوموړي د متحدو ایالتونو په حکومت کې په نورو برخو کې هم دندې ترسره کړي دي.
لا معلومه نه ده چې کرن ډیکر په کوم بل ماموریت کې ګمارل شوې ده که نه، هغه له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د سفارت مرستیاله وه.
فورم \ دبحث خونه