د سپینې ماڼۍ ویاندې د پنچشنبې په ورځ د جون ۱۹ (جوزا ۲۹) وویل چې ولسمشر ټرمپ به په راتلونکو دوو اونیو کې پریکړه وکړې چې آیا امریکا د ایران خلاف بریدونه ترسره کړي او که نه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لوییت د ټرمپ له قوله وویل: «د دې حقیقت په اساس چې په نږدې راتلونکي کې له ایران سره د خبرواترو ډیر چانس شته، چې کیدای شي وشي او کیدای شي و نه شي، زه به په دوو راتلونکو اونیو کې دا پریکړه وکړم چې [امریکا په جګړې کې] دخیله شي او که نه.»
دغه بیان یوه ورخ وروسته له هغه خپور شو چې ټرمپ وویل چې هغه د امریکا د ښکیلتیا په اړه پریکړه نه ده کړې، خو که هرڅه کیږي ایران به و نه کړی شي چې اټومي وسله ولري.
لوییت خبریالانو ته وویل چې د منلو وړ یوې موافقې کې به دا شامل وي چې ایران یورانیم نه غني کوي او ایران به په دې موقف کې نه وي چې اټومي وسله ترلاسه کړي.
د متحدو ایالتونو او ایران مقاماتو د اپریل د میاشتې راهیسې پنځه ځلي مذاکرات وکړل، چې د ایران اتومي فعالیتونه محدود کړي او په بدل کې پرې بندیزونه لېرې شي. د دوی ترمنځ شپږم دور مذاکرات یې، چې په عمان کې پلان شوي وو، د اسرائیل د برید له کبله ونه شو.
ټرمپ وویل: «ایران ډېر نژدې و چې تړون لاسلیک کړي، داسې تړون چې د هغوی لپاره ډېر ښه و. او زه فکر کوم چې شاید اوس هم وشي.»
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-نویل بارو د پنجشنبې په ورځ وویل چې بریتانیا، فرانسه او جرمني چمتو دي د ایران د بالستیک میزایلو او اتومي پروګرامونو د شاته کولو په اړه مذاکراتو کې برخه واخلي او دا مسئله تضمین کړي.
دا درې هېوادونه او متحدو ایالتونو، چین او روسیه له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون لاسلیک کوونکي او برخه وو. خو متحده ایالتونه په ۲۰۱۸ کال کې له دغه تړون څخه ووت او ولسمشر ټرمپ وايي چې په تړون کې ایران سره ډېر سخاوت شوی دی.
په همدې حال کې ایران وايي چې د پنجشنبې په ورځ ایران د بیرشبع په سیمه کې په یو روغتون او تل ابیب په نورو سیمو باندې د میزایلو بریدونه کړي، چې یو شمېر خلک په ژوبل شوي دي.
ایران وايي چې روغتون ته یې نژدې پوځي تاسیسات په نښه کړي، اسرائیلي مقاماتو د قوي ځواب ورکولو ژمنه کړې ده. اسرائیل د پنجشنبې په ورځ د اراک په نوم د ایران د درنو اوبو په ريکتور او د نطنز اتومي تاسیساتو باندې هوايي بریدونه کړي.
اسرائیل وايي چې ایران د اتومي وسلو جوړولو په لوري پرمختګ کوو او له همدې کبله یې پرې د جمعې په ورځ بریدونه پیل کړل. ایران دا نه مني چې اتومي پروګرام یې د وسلو جوړولو لپاره دی، خو دا یې منلې چې داسې ظرفیتونه یې رغولي، چې ممکن په اینده کې د اتومي وسلو جوړولو لپاره وکارول شي.
فورم \ دبحث خونه