یو شمیر امریکایي چارواکو د اسرائیلي چارواکو سره د لیدو دپاره، چې پکې د اسرائیل لمړی وزیر، بنیامین نتانیاهو، هم شامل دی، د یکشنبې په ورځ اسرائیل ته سفر کړی او په سیمه ایزو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د سوریې او لبنان پر وضعیت خبرې کړي دي.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې په ترکیه کې د متحدو ایالتونو سفیر او د سوریې دپاره د واشنګټن ځانګړي استازي تامس بارک، په دې سفر کې د اسراییل د لمړي وزیر نتنیاهو، د دفاع او د ستراتیژیکو چارو له وزیرانو سره لیدلي دي.
د اسرائیل د "جروزلم پست" ورځپاڼې په قول، د منځني ختیځ په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي، مورګان اورتیګاس، هم له بارک سره مل دی او پلان لري چې د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته د خپل سفر په پای کې لبنان ته سفر وکړي.
بل پلو، یو شمېر امریکايي رسنیوو خبر ورکړی چې جمهوري غوښتونکي سناتور لندسي ګراهام، هم د دوشنبې په ورځ بیروت ته رسیدلی او بارک، اورتیګاس او له نورو امریکایي چارواکو سره به یوځای شي.
د جروزلم پست د راپور له مخې، بارک او اورتیګاس، په اسرائیل کې د امتحدو ایالتونو سفیر، مایک هکبي او د اسرائیل د لمړي وزیر، بنیامین نتنیاهو تر منځ په لیدنه کې "د متحدو ایالتونو پر ځینو غوښتنو چې د اسرائیل بریدونه دې پر لبنان محدود شي او د سوریې سره خبرې پیل شي" خبرې کړي دي.
د دې رپوټ پر بنسټ، امریکايي چارواکو اسرائیل ته ویلي چې "که د لبنان پوځ په رښتیا د حزبالله څخه د وسلو د ټولولو بهیرپیل کړي او په دې برخه کې 'واقعي ګامونه' واخیستل شي، نو له اسراییل څخه تمه کیږي چې شاتګ وکړي او د لبنان چارواکو ته دا اجازه ورکړي چې مشرتابه پخپل لاس کې واخلي."
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، ژمنه کړې که چېرې بیروت د خپلې پرېکړې سره سم د متحده ایالتونو هغه پلان عملي کړي چې په اساس یې د حزب الله ترهګره ډله بې وسلې کیږي، نو اسراییل به لبنان کې خپل پوځي حضور په تدریجي توګه کم کړي.
په یوې اعلامیې کې چې د اسرايیل د لمړي وزیر دفتر د دوشنبې په ورځ خپره کړې، نتنیاهو ویلي دي چې د اګست په اوومه نېټه د لبنان د وزیرانو شورا له لوري د متحده ایالتونو لخوا د حزب الله د بې وسلې کولو پلان تصویبېدل، یوه "مهمه پرېکړه" ده.
نتنیاهو زیاته کړې چې دا کار "د لبنان لپاره یو حیاتي فرصت دی چې خپله بشپړتیا بېرته ترلاسه کړي او د خپل دولتي نهادونو، پوځ او حاکمیت – د غیر دولتي عاملانو د نفوذ څخه خلاص – بیا احیا کړي".
د لبنان د اطلاعاتو وزیر، پال مورکاس، په وینا، هغه وړاندیز چې د لبنان د کابینې لخوا تصویب شوی دی، "په ټول لبنان کې د حزب الله په ګډون د ټولو غیرحکومتي وسلوالو تشکیلاتو د تدریجي ختمېدو"غوښتنه کوي. حزب الله دا پرېکړه رد کړې او ژمنه یې کړې چې د هرډول بې وسلې کولو هڅې پر وړاندې به مقاومت وکړي.
نتنیاهو ویلي دي که چېرې د لبنان مسلح قوا د بې وسلې کولو پلان تطبیق کړي، اسرايیل به "متقابل ګامونه پورته کړي، چې په کې د متحده ایالتونو په مشرۍ د امنیتتي میکانیزم سره په همغږۍ کې په تدریجي توګه د اسراییل د دفاعي ځواک کمول" شامل وي.
له بلېخوا، ګیدون سار، د اسرائیلو د باندنیو چارو وزیر، د یکشنبې په ورځ واشنګټن ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سره وګوري او خبرې وکړي.
هغه به په دې سفر کې د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم او د امریکا او اسرائیل د عامه اړیکو کمېټې چارواکو سره هم لیدنه وکړي.
فورم \ دبحث خونه