د لاس رسي وړ اتصالات

  دامریکا ولسمشر د جاپان، اندونیزیا او فیلیپین سره د سوداګرۍ موافقو ته ورسید


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جاپان، اندونیزیا او فیلیپین سره د سوداګریزو تړونونو هوکړې ته رسیدلی دی او ویلي یې دي چې د جاپان سره یې ،، د سوداګرۍ موافقه ښايي په تاریخ کې تر ټولو ستره موافقه وي.،،

ښاغلي ټرمپ پرون د سې شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د یو پوست په ترڅ کې وویل چې هغه به پر جاپان باندې اوس ۱۵ فیصده بالمثله تعارفه وضع کړي په داسې حال کې چې مخکي دغه تعارفه ۲۵ سلنه اعلان شوې وه.

د امریکا سره د نوې سوداګریزې موافقې په ترڅ کې به جاپان په امریکا د ۵۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي او امریکا به ددې پانګې ۹۰ سلنه ګټه ترلاسه کوي خو په دې برخه کې یې نور جزیات ورنکړل.

دغه راز جاپان به د امریکا وارداتو ته خپل مارکیټونه پرانیزي چې په کښي موتړې، لارۍ، وریجې او زراعتي تولیدات شامل دي. دتوکیو کلیدي سوداګریز مرکه چي وویل چې د وارداتو تعارفې به چې پخوا یې د جاپان د موټړوصنعت ته خوندیتوب ورکړی و د ۲۵ څخه ۱۵ فیصده ته راکښته شي.

ښاغلي ټرمپ د چارشنبې په سهار وویل چې ،، په یاد مو وي چې جاپان د لومړي ځل دپاهر خپل مارکیټ د امریکا دپرمخ پرانیزي حتی د موتړو، غټو موتړو، لاریوو او نورو شیانو دپاره حتی د زراعت په برخه کې د وریجو دپاره دا مارکیټ پخوا تل بند و.،،

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې ،، د جاپان مارکیټ د ( وضع شویو) تعارفو ترڅنګ ښايي د (امریکا) د ګټې یو غټ لامل وي چې دا کار یواځي د تعارفو په قدرت ممکن شو. دوي دغه راز هوکړه کړې چې د امریکا څخه د میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي او نور وسایل رانیسي. او د ۵۵۰ میلیاردو ډالرو ۹۰ فیصده به مونږ ته راکړي او داسې نور شیان. راځې چې امریکا بیا ستره کړو.،،

ښاغلي ټرمپ دسې شنبې په ورځ وویل چې هغه د فیلیپین د ولسمشر فیرناند مارکوس سره هم چې د سې شنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته د لیدو کاتو دپاره ورغلی و، د سوداګرۍ پر تړونونه مزاکرات وکړل او دغه راز یې د اندونزیا سره هم د سوداګرۍ مزاکرات ترسره کړل.

د دواړو هیوادونو سره پر دې موافقه وشوه چې ددواړو هیوادونو پر توکو به ۱۹ سلنه تعارفه راځي په داسې حال کې چې د امریکا پر توکو به چې دوي ته صادر کېږي هیڅ تعارفه نه وضع کېږي.

ښاغلي ټرمپ داسې وویل،، دا یو ډیر ښه لیده کاته وو او مونږ یې په ترڅ کې د سوداګرۍ موافقې ته سره ورسیدو چې په لړ کې به یې د فیلیپین مارکیټ دامریکايي توکو پر مخ خلاص شي او تعارفې به صفر وي. فیلیپین به ۱۹ سلنه تعارفه ورکړي. مونږ به دغه راز په پوځي لحاظ هم د یوه بل سره کار وکړو.،،

دغه راز ولسمشر ټرمپ وویل چې د اندونیزیا د ولسمشر پرابو سوبیانتو سره د سوداګرۍ د موافقې په لړ کې به امریکا د صنعت ، ټیکنالوژۍ او زراعتي سکتورونو پرمخ دهغه هیواد مارکیټ خلاص شي او ۹۹ سلنه تعارفوي بندیزونه به لیري کړل شي.

دغه راز ښاغلي ټرمپ لیکلي چې ،، اندونیزیا به امریکا ته نادره منرالونه عرضه کړي او د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت به تجارتي هوکړه لیکونه وکړي چې د امریکا د بوینګ هوايي شرکت الوتکې، د امریکا زراعتي محصولات او د انرژۍ د برخې توکي رانیسي.،،

ښاغلي ټرمپ همدا راز چین ته خپل د سفر په هکله هم یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به دغه هیواد ته سفر وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به چې د وروستۍ سوداګریزې جګړې له کبله زیانمنې شوي وې بیرته نورمال حالت ته ستنې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG