د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو په هغه کنفرانس کې به برخه وانخلي چې روانه اونۍ په نیویارک کې د اسرایل او فلسطین د شخړې د حل دپاره د دوو دولتونو د تشکیل پر مسلې تمرکز لري.
د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې تمي بروس پرون د دوشنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې وویل ،، ملګري ملتونه به دغه اونۍ په نیویارک کې دوو دولتونو د حل لارې ترنامه لاندې د یوه کنفرانس کوربه توب وکړي چې دا یو غیر ګټور او په نامناسب وخت کې دایردونکی کنفرانس دی. دا یو نمایشي کار دی چې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د جګړې د ختمیدو دپاره ډیپلوماتیکې هلې ځلې روانې دي چې ډیرې باریکۍ لري. دا کنفرانس به سوله نه، بلکې جګړه به لازیاته اوږده کړي، حماس به نور هم پیاوړی کړي او ددې ډلې هڅې چې د واقعي سولې د راتلو کوښښونه کمزروي کوي، لازیاتې وهڅوي.،،
میرمن بروس زیاته کړه چې چې دا اقدام د اکټوبر د ۷ مې نېټې د قربانیانو سپکاوی دی. هغې داسې وویل ،، لکه څنګه چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر (مارکو) روبیو دا واضیح کړه، دغه هڅې د اکټوبر د ۷ مې نېټې د قربانیانو پرمخ څپیړه ده او تروریزم ته یې ګټه رسېږي. دغه راز ددې لامل هم کېږي چې یرغمل نیول شوی کسان په تونلونو کې بند پاته شي. د امریکا متحده ایالات به په دې سپکاوي کې برخه وانخلي او پرځای به یې د جګړې د ختمولو او دایمي سولې د راتلو دپاره د ریښتونو هلو ځلو مشري وکړي.،،
میرمن بروس دغه راز د فرانسې له خوا د فلسطین د په روسمیت پېژندلو مسلې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د حماس ترهګرې ډلې ددې پریکړې هرکلی کړی دی.
هغې داسې وویل ،، دغه لړۍ به حماس لازیات زیات پیاوړی کړي، دغه ډله به لازیاته وهڅوي چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او زمونږ ډیپلوماتیکي هڅې به د خنډ سره مخ کړي چې غواړو په غزه کې ځورونه ختمه شي، یرغمل شوي کسان آزاد شي او مینځی ختیځ د یوې روښانه او باسعادته راتلونکې پر لورې حرکت وکړي.،،
میرمن بروس د ملګرو ملتونو د کنفرانس په هکله په داسې حال کې غبرګون ښيي چې تیره اونۍ فرانسه لومړنی هیواد شو چې ویې ویل چې پریکړه یې کړې ترڅو په ملګرونو ملتونو کې فلسطین د دولت په توګه په رسمیت وپېژني. د فرانسې دغه پریکړه ولسمشر امانیول مکرون اعلان کړه.
فورم \ دبحث خونه