د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه به د وینزویلا په ولسمشر نیکولاس مادورو باندې د فشار زیاتولو په ترڅ کې هغه هیواد ته د ټولو تېل وړونکو کښتیو په ننوتلو او وتلو بندیز ولګوي.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ډسمبر ۱۶مه د خپلې ټولنیزې رسنۍ تروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې وینزویلا په بشپړه توګه د "جنوبي امریکا په تاریخ کې" د راټولو شویو ترټولو لویو بیړیو لخوا محاصره شوې ده. دا محاصره به نوره هم وغځیږي او دوی به ډیر سخت ټکان وګوري چې هیڅکله یې ساری نه درلود- تر څو چې ټول هغه تېل، ځمکه او نورې شتمنۍ بیرته متحدو ایالتونو ته ونه سپاري چې دوی له موږ څخه تالا کړي دي."
هغه د " مادورو نامشروع رژیم" تورن کړ چې "د دې غلا شویو تېلو ساحو څخه تېل د ځان د تمویل، د مخدره توکو د ترهګرۍ، انساني قاچاق، وژنې او تښتونې لپاره کاروي."
مادورو دا تورونه رد کړي.
د ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې تېره اونۍ امریکايي ځواکونو د وینزویلا په ساحل کې یوه تېل وړونکې کښتۍ ونیوله.
لویې څارنوالې پام بانډې وویل چې په تېل وړونکې کښتۍ د امریکا لخوا "د غیرقانوني تیلو د لیږد په شبکې کې د ښکیلتیا له امله چې د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو ملاتړ کوي" بندیز لګول شوی و.
متحده ایالتونه د اګست میاشتې راهیسې په کارابین کې خپل پوځي حضور زیات کړی، هلته یې د "جنوبي نیزې د عملیاتو" د یوې برخې په توګه زرګونه سرتیري او څه باندې ۱۲ جنګي کښتۍ ځای پر ځای کړي دي، چې "د مخدره توکو ترهګر" په نښه کړي.
د امریکا پوځ د سپتمبر میاشتې راهیسې په کارابین او ختیځ ارام سمندر کې د هغو کښتیو په وړاندې عملیات کوي چې د سمندر له لارې د مخدره توکو د قاچاق شک پرې کیږي.
ټرمپ مخکې لا د وینزویلا هوايي حریم تړلی دی. هغه ویلي دي چې ډیر ژر به د وینزویلا د مخدره توکو د قاچاقبرانو په نښه کولو لپاره ځمکني بریدونه پیل کړي.
متحدو ایالتوتو په مادورو تور لګولی چې امریکا ته یې د مخدره توکو "سیلاب" روان کړی چې د امریکا خلک مسموموي او د هغه د نیولو د معلوماتو لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو د انعام وړاندیز کړی.
مادورو د مخدره توکو د قاچاق تورونه ردوي.
تیره میاشت، متحدو ایالتونو د کارټل ډی لاس سولز - د وینزویلا د مخدره توکو د قاچاق یوه اداره چې امریکا وايي مادورو یې مشري کوي - د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوموله.
متحدو ایالتونو همدارنګه د تېرې پنجشنبې په ورځ د مادورو حکومت پر وړاندې بل اقدام وکړ، د مادورو د میرمنې، سیلیا فلورس، چې د مادورو سره تړلې سوداګره ده، درې وریرونه او د وینزویلا د تیلو په سکتور کې د باربري شپږو شرکتونو باندې بندیزونه ولګول.
فورم \ دبحث خونه