ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ د ایران د اتومي پروګرام له کبله په هغه هېواد باندې بندیزونه بیا وضع کړل چې امریکا یې تود هرکلی وکړ.
دا اقدام د واشنګټن او اروپايي متحدینو له نظره د تهران له خوا د اتومي ژمنو څخه د جدي سرغړونو او پاتې راتللو په ځواب کې شوی دی.
د شنبې په ورځ، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو وویل چې د ملګرو ملتونو د شپږو پریکړهلیکونو له مخې د ایران پر وړاندې بندیزونه بېرته فعاله شوي دي.
دا بندیزونه د یورانیمو د غني کولو مخنیوی کوي او د ایران د اتومي، بالسټیکو توغندیو، او وسلو د سوداګرۍ په برخه کې بیرته بندیزونه لګوي. نوموړي فرانسه، جرمني او برېتانیا وستایل.
دا درې اروپايي ځواکونه د ایران پر وړاندې ګډه تګلاره پر مخ وړي چې د بندیزونو د بیا فعالېدلو لړۍ یې پیل کړه.
روبيو وویل چې د بندیزونو بیا فعالول د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۸مه، د فرانسي، جرمني او برېتانیا له خوا د یو پیاوړي نړیوال مشرتابه له مخې پیل شوې چټکه لړۍ پای ته رسوي.
ښاغلي روبیو په یوه اعلامیه کې، چې د سپتمبر په ۲۷ مه خپره شوه، زیاته کړه:
"په پریکړه لیکونو کې یاد شوي شرایط د ایران له خوا د اتومي، بالسټیک توغندیو، دودیزو وسلو، او بېثبات کوونکو فعالیتونو له لارې ګواښونو ته ځواب وایي."
"د پام وړ ده چې دوي له ایران څخه غواړي چې د یورانیمو غنيکولو، ځانګړو درنو اوبو، او ددې بهیر اړوند ټول فعالیتونه ودروي؛ دوي ایران ته اجازه نه ورکوي چې د بالسټیک توغندیو ټکنالوژي وکاروي؛ ایران ته د دودیزو وسلو د صادرولو مخه نیسي؛ د مشخصو کسانو او ادارو پر سفرونو او شتمنیو نړیوال بندیزونه بیا لګوي؛ او قانوني ارګانونو ته صلاحیت ورکوي چې هغه وسلې او نور ناقانونه توکي ونیول شي چې ایران یې دولتونو یا نادولتي لوبغاړو ته لېږي."
دا بندیزونه وروسته له هغه بېرته فعال شول چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپتمبر په ۱۹مه نېټه هغه پرېکړهلیک رد کړ چې غوښتل یې د ایران لپاره د بندیزونو معافیت تمدید شي، او دا یې روښانه کړه چې دغه معافیت پای ته رسېږي.
د ایران د بندیزونو معافیت د ۲۰۱۵ کال د " جامع اقدام پلان" (JCPOA) برخه و، چې له مخې یې نړیوالې ټولنې ته دا اختیار ورکړل شوی و چې که ایران خپلې ژمنې په جدي توګه پوره نهکړي، معافیت پای ته ورسوي.
تېره اونۍ دریو اروپايي هېوادونو، فرانسې، جرمني، او برېتانیا چې د ایران د اتومي پروګرام په برخه کې همغږي لري، وویل چې تهران له کلونو راهیسې د یورانیمو غني کولو ته داسې دوام ورکړی، چې د بم جوړولو لپاره کارېدی شي او هېڅ سولهییز مقاصد نه لري، نو له همدې امله د معافیت د پروګرام په وړاندې خلاف ورزي کړې ده.
روبيو وویل، د ایران پر ضد د بندیزونو بېرته لګول "یو واضح پیغام لري: نړۍ ګواښونه او نیمګړې ژمنې او اقدامات نه مني – او تهران به حساب ورکوي."
"ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې ډیپلوماسي لا هم یوه لاره ده، یوه هوکړه د ایران د ولس او ټولې نړۍ لپاره تر ټولو ښه پایله ګڼل کیږي. خو د دې لپاره، ایران باید بې له کوم ځنډ او فریبکارۍ د مخامخ او رښتیني توګه خبرو ته حاضر شي."
ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په خپله وینا کې وویل، کله چې یې د جنورۍ په ۲۰ د ولسمشرۍ چارې پیل کړې، د ایران له مشرانو سره یې تماس ونیوه او له هغوی یې وغوښتل چې له اتومي وسلو لاس واخلي او همکاري غوره کړي.
خو ده وویل چې ایران د دغو هڅو پر وړاندې "سیمې ته د ګواښونو او د امریکا د ګټو پر ضد د دوامدارو ګواښونو" په لړ کې غبرګون وښود.
ولسمشر ټرمپ وویل "زما دریځ ډېر ساده دی. هغه هېواد چې د نړۍ تر ټولو ستر ترهګریز ملاتړ کوونکی هیواد دی، هېڅکله باید د نړۍ تر ټولو خطرناکه وسله ترلاسه نهکړي".
امریکا او اسراییلو د جون په میاشت کې د یوې ۱۲-ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د ایران پر اتومي تاسیساتو برید وکړ.
ټرمپ وویل، ایران په دغې جګړې کې ډېر لوړپوړي نظامي قوماندانان له لاسه ورکړل، او د یورانیمو د غني کولو ظرفیت یې "ویجاړ شو."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش ته په یو لیک کې د بندیزونو د بیا لګولو غندنه وکړه او ویې ویل چې دا چټکه لړۍ "باطله او بېاعتباره ده."
ایران او د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې (IAEA) دا میاشت راپور ورکړ چې دوی یوې هوکړې ته رسېدلي ترڅو د تهران د اتومي تاسیساتو معاینات بیا پیل شي.
د امریکا د سولې د ماموریتونو استازي، سټیو ویتکوف، وویل چې که له ایران سره خبرې ناکامې شي، نو دا بندیزونه د "غوره درمل" حیثیت لري.
فورم \ دبحث خونه