د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په سهار د سپتمبر په ۱۲مه، له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د مشهور امریکايي سیاسي فعال چارلي کرک د وژنې په تور د یوه شکمن د نیول کېدو خبر ورکړ.
ټرمپ د "فاکس او ملګرو" په خپرونه کې وویل:
"زه فکر کوم، د لوړې کچې ډاډ سره، موږ [شکمن] نیولی ... په اصل کې یو چا چې شکمن ته ډیر نږدې و، هغه یې وسپارو"
کرک، چې ۳۱ کلن و او د ټرمپ نږدې متحد ګڼل کېده، د چهارشنبې په ورځ د یوتا وېلي پوهنتون په ساحه کې د زدهکوونکو پر مخ کې د خبرو پر مهال په ډزو وویشتل شو او ووژل شو.
د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې اف بي آی د شکمن کس انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې وې او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.
دې ادارې اعلان کړی و چې هر هغه چا ته به ۱۰۰ زره ډالر انعام ورکړي، چې د شکمن په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.
ټرمپ د دې شکمن د نیول کېدو په اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې چارواکي به د جمعې په ورځ ناوخته په دې اړه نور معلومات وړاندې کړي.
ټرمپ هیله وښوده چې د کرک قاتل ته د اعدام سزا ورکړل شي. هغه وویل:
"زه هیله لرم چې مجرم اعلان شي، زه داسې فکر کوم. او هیله لرم چې هغه ته د اعدام سزا ورکړل شي. هغه څه وکړل؟ چارلي کرک یو فوقالعاده شخص و، هغه د داسې څه مستحق نه و. هغه ډېر زیارکښ و او ډېر ښه کار یې کاوه. ټولو خلکو باندې ګران و."
دا پداسې حال کې ده چې د چارلي کرک مړی پنجشنبې ناوختي په ایرفورس ۲ کې چې د امریکا د ولسمشر مرستیال لپاره په ځانګړې الوتکې ده، له یوتا ایالت څخه د اریزونا ایالت فینکس ښار ته انتقال کړای شو.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس او د هغه مېرمن اوشا وینس د هغه جسد ته د درناوي مراسمو کې برخه واخیسته.
فورم \ دبحث خونه