ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې له دې چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي سره په سپینې ماڼۍ کې خبرې وکړي وویل "د اوکراین مشر کولی شي د روسیې سره جګړه پای ته ورسوي".
ټرمپ دا تبصره څو ورځې وروسته له هغې وکړه چې د جمعې په ورځ یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې غونډه درلوده. ټرمپ او پوتین دواړو وویل چې دا غونډه "ګټوره" وه.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په شپه په خپلې ټولنیزې شبکې ټروتھ سوشیال باندې ولیکل:
"ولسمشر زیلېنسکي کولی شي جګړه له روسیې سره تقریباً سمدلاسه پای ته ورسوي، که چېرې هغه وغواړي، یا هم هغه کولی شي جګړې ته دوام ورکړي."
ولسمشر ټرمپ وویل "که چېرې د دوشنبې په ورځ د زیلېنسکي سره خبرې سمې تر سره شي، یوه غونډه به د ولسمشر پوتین سره هم تنظیم شي."
د یکشنبې په ورځ، ټرمپ وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه باید د سولې د تړون له لارې حل شي.
هغه وویل: "ټولو پدې سره موافقه کړې ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د وحشیانه جګړې د پای ته رسولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې په مستقیم ډول د سولې تړون ته مخه کړو، چې جګړه به پای ته ورسوي، یوازې د اوربند د تړون دپاره نه، چې ډېری وختونه دوام هم نه کوي."
زیلېنسکي روسیه ګرمه وبلله چې په اوکراین کې نوي بریدونه ترسره کوي، حتی په داسې حال کې چې د روسیې ولسمشر پوتین واشنګټن ته د خبرو لپاره راغلی و.
هغه وویل چې اوه کسان په خرکیف کې وژل شوي او درې کسان په زاپوریزیا کې د وروستیو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د زیلېنسکي سره، ټرمپ هم د ځینو اروپايي مشرانو سره د خبرو پلان لري چې هغوی ځان د ائیتلاف هغه غړي ګڼي چې اراده لري اوغواړي د اوکراین په اړه خبرو کې شامل اوسي.
ولسمشر ټرمپ په "سپینې ماڼۍ کې د یوې لویې ورڅې وړاندوینه کړې ده او ویې ویل ویاړي چې ددې خبرو کوربه دی.
فورم \ دبحث خونه