د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ : اسرائیل ته به اجازه ورنه کړم چې لویدیځه غاړه ضمیمه کړي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې اسرائیل ته به اجازه ورنه کړي چې لویدیځه غاړه له خپلې خاورې سره ضمیمه کړي. هغه وویل د دې موضوع په اړه له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړې دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه به اسراییلو ته اجازه ورنه کړم چې لویدیځه غاړه ضمیمه کړي. زه به اجازه ورنه کړم. دا به نه کېږي."

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا له نتنیاهو سره یې په دې اړه خبرې کړې دي، ټرمپ وویل: "زه ورسره غږېدلی یم که نه، هو، خو زه اجازه نه ورکوم چې اسراییل لویدیځه غاړه ضمیمه کړي."

په وروستیو اوونیو کې ځینو ښي‌ اړخو اسرائیلي چارواکو وړاندیز کړی و چې حکومت یې باید هغه برخې خپلې خاورې سره یو ځای کړي چې دا مهال د فلسطیني ادارې تر واک لاندې دي.

دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر لویدیځو هېوادونو، لکه فرانسې، کاناډا او بریتانیا، د فلسطین دولت د په رسمیت پېژندلو اعلان وکړ.

هم اسرائیل او هم متحدو ایالتونه د فلسطین په رسمیت پېژندنه د غزې د حماس ډلې لپاره یو انعام ګڼي. ولسمشر ټرمپ د غزې د روان جنګ په اړه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له بریدونو وروسته پیل شو، خبریالانو ته وویل: "موږ تقریباً یوې معاملې ته نږدې شوي یو، ښايي حتی سولې ته."

ټرمپ په دوامداره توګه د هغو یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي چې لا هم د حماس سره په بند کې دي. ولسمشر د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې په نیویارک کې د عربو او مسلمانو هېوادونو له مشرانو سره د غزې د بحران په اړه غونډه وکړه.

د امریکا ځانګړي استازي، سټیو وټکاف، وویل چې ټرمپ مشرانو ته د ۲۱ مادو د سولې یو پلان وړاندې کړ او باور لري چې "په راتلونکو ورځو کې به یو پرمختګ تر لاسه شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG