ولسمشر ډونالډ ټرمپ بریتانیا ته د خپل دویم رسمي سفر لپاره لاړ، چې د امریکا او بریتانیا ترمنځ د ټیکنالوژۍ او اټومي انرژۍ په برخو کې د څو دوه اړخیزو موافقو د اعلان تمه کېږي.
د سې شنبې په ورځ له سپینې ماڼۍ څخه تر روانېدو مخکې، ټرمپ د بریتانیا سره خپلې اړیکې “ډیرې ښې” وبللې او د پاچا چارلس او ملکې کمیلا ستاینه یې وکړه. هغه وویل: "هغوی له اوږدې مودې راهیسې زما دوستان دي."
ټرمپ زیاته کړه چې دواړه هېوادونه به د سفر پر مهال د سوداګرۍ په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
د چهارشنبې په ورځ به، د بریتانیا پاچا او ملکه د ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمنې میلانيا ټرمپ رسمي تشریفاتي هرکلی وکړي.
ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا له صدراعظم کییر ستارمر سره د هغه په رسمي استوګنځي (چیکرز ) کې وویني، او د لیدنې وروسته به دواړه یوه ګډه خبري ناسته ولري.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د سفر په اړه خبریالانو ته وویل: "دا تاریخي دویم رسمي سفر به د امریکا او بریتانیا ترمنځ ځانګړي اړیکې یو ځل بیا تازه او پیاوړې کړي. همدا راز دا سفر به د امریکا د تاسیس د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځنې یوه مهمه برخه هم وي."
تمه کېږي چې دواړه هېوادونه به د اټومي انرژۍ په برخه کې د مهمو موافقو لاسلیک اعلان کړي.
د بریتانیا صدراعظم ستارمر د رسمي اعلامیې له لارې وویل: "موږ د امریکا سره یوځای د اټومي انرژۍ طلایي عصر جوړوو، چې دواړه هېوادونه به د نړیوالو نوښتونو او پانګونو په کتار کې تر ټولو مخکښ ودروي."
تر دې مخکې، د روان کال په پیل کې، ټرمپ او ستارمر د یوې دوه اړخیزې سوداګریزې موافقې اعلان هم کړی و چې د امریکا لهخوا د تعرفو د وضع کولو راهیسې لومړۍ دا ډول معامله وه.
د دغه تړون له مخې، امریکا ژمنه وکړه چې د بریتانوي موټرو، فولادو او المونیم پر وارداتو تعرفې راکمې کړي. سپینې ماڼۍ وویل، دا موافقه به "د امریکایي صاداراتو، په ځانګړي توګه د غوښې، ایتنال، او ځینو نورو کرهنیزو توکو لپاره په میلیاردونو ډالرو پراخ بازار ته لاسرسی برابر کړي."
د فولادو او المونیم د تعرفو جزئیات لا هم تر خبرو لاندې دي.
دا بریتانیا ته د ټرمپ د دویمې دورې په ترڅ کې د هغه دوهم رسمي سفر دی. تر دې وړاندې، هغه د جولای میاشتې په پای کې سکاټلنډ ته هم سفر کړی و.
بریتانیا ته د ټرمپ لومړی رسمي سفر د هغه د لومړۍ دورې پر مهال په ۲۰۱۹م کال کې ترسره شوی و.
فورم \ دبحث خونه