د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته به د ولسمشر ټرمپ د وینا مهم ټکي څه وي؟


ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، به د سه شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۳مه، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې په نیویارک کې جوړیږي، وینا وکړي او د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ او دیپلوماسۍ د خبرو ترڅنګ د جګړو په پای ته رسولو کې د امریکا رول برجسته کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: "ولسمشر ټرمپ به یوه مهمه وینا وکړي او په نړۍ کې د امریکا د بیا برلاسۍ، د خپلو تاریخي لاسته‌راوړنو، چې یوازې په اتو میاشتو کې یې ترلاسه کړې، ددې په شمول د اوو نړیوالو جګړو او شخړو پای ته رسولو یادونه وکړي."

لیویت زیاته کړه: "ولسمشر به دا هم ووايي چې نړیوال بنسټونه څنګه د نړیوال نظم د کمزوري کېدو سبب شوي، او خپل واضح او رغنده لید به د نړۍ سره شریک کړي."

له هغې ورځې راهیسې چې ټرمپ د روان کال د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د ولسمشرۍ دنده په غاړه اخیستې، د جګړو د پای ته رسولو لپاره یې منځګړتوب کړی چې په هغو کې د کانګو دموکراتیک جمهوریت او رواندا تر منځ د اوږدې جګړې منځګړتوب، د مې په میاشت کې د هند او پاکستان تر منځ منخګړتوب، د کمبودیا او تایلنډ تر منځ ، د ایران او اسراییل تر منځ ۱۲ ورځنۍ جګړې نه وروسته منځګړتوب، او همداراز د هغه تاریخي هوکړې کوربه‌توب چې د ارمنستان او آذربایجان تر منځ یې جګړه پای ته ورسوله.

لیویت وویل، ولسمشر ټرمپ به د دوشنبې په ماښام، د امریکا د لومړۍ مېرمنې، ملانیا ټرمپ، سره یوځای نیویارک ته سفر وکړي.

ټرمپ به همداراز د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش، د اوکراین، ارجنتاین، او اروپايي اتحادیې له مشرانو سره دوه‌ اړخیزې ناستې ولري.

د سه شنبې په ورځ ناوختي، ټرمپ به له قطر، سعودي عربستان، اندونیزیا، ترکیې، پاکستان، مصر، د متحده عربو اماراتو او اردن له مشرانو سره څو اړخیزې ناستې وکړي.

لیویت وویل، له دې مهمو ناستو وروسته، ولسمشر ټرمپ به د سه شنبې ناوخته، له دې مخکې چې واشنګټن ډي سي ته ستون شي، په یوې مېلمستیا کې برخه واخلي چې له ۱۰۰ څخه زیات نړیوال مشران به هم پکې ګډون ولري.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د ترکیې له ولسمشر، په سپینه ماڼۍ کې د رجب طیب اردوغان کوربه‌توب وکړي.

ولسمشر ټرمپ به د سه شنبې د ورځې وینا سره، د ملګرو ملتونو د اتیايمې عمومي غونډې رسمي پیل وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG