د نړۍ مشرانو د امريکايي سياسي فعال او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملګري، چارلي کرک، د ترور غندنه وکړه، چې د يوټا په يو پوهنتون کې ووژل شو، او په زړورتیا يې پر ازاد بحث ټینګار کاوو.
د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو وويل چې کرک يوازې د حقیقت د ویلو او د ازادۍ د دفاع دپاره ووژل شو.
هغه په خپله ایکس پاڼه کې د يوه پوسټ په ترڅ کې وويل:
"هغه د اسرائيلو یو زړور ملګری و، د دروغو پر وړاندې يې مبارزه وکړه او د يهودي-مسيحي تمدن لپاره ودربدو."
هغه زیاته کړه،
"ما دوه اوونۍ مخکې ورسره خبرې کړې وې او اسرائيلو ته مې هم رابللی و، خو افسوس چې دا سفر به نور ونه شي. موږ يو ځانګړی انسان له لاسه ورکړ. د امريکا لپاره بې ساري وياړ، او د بيان د آزادۍ پر ارزښت کلک ولاړ، هغه به له ځانه تلپاتې اثر پرېږدي، چارلي کرک، روح دې ښاد! "
د برېتانيې صدراعظم، کایر سټارمر، هم پر ټولنیزو رسنیو خپل تسلیت څرګند کړ او وې ويل چې زړه یې مات شوی دی.
"د يوې ځوانې کورنۍ نه د پلار او د ژوند د ملګري اخیستل، زړه بوږنونکی دی."
هغه د آزاد سياسي بحث غوښتنه وکړه او ویې ویل،
"موږ ټول باید دا آزادي ولرو چې له وېرې پرته بحث وکړو. سياسي تاوتریخوالی هېڅ توجيه نه لري."
د هنګري صدراعظم، ويکتور اوربان، کرک "د ايمان او آزادۍ ريښتينی مدافع" وباله، او د هغه د وژل کېدو پړه يې "له دښمنۍ ډګ پر نړیوال تبليغاتي کمپاین" واچوله.
هغه وويل:
"د چارلي کرک وژل د مترقي-ليبرال کيڼ اړخو له لوري د دښمنۍ د نړيوال کمپاین نتيجه ده. همدا کمپاین و چې پر روبرټ فيکو یې برید وکړ، پر اندری بابیش برید وشو، او اوس پر چارلي کرک."
هغه دا يادونه وکړه چې د سلواکیا صدراعظم روبرټ فيکو په ۲۰۲۴ کې د ترور هڅې څخه ژوندی پاتې شو، او د چک مخالف مشر اندری بابیش تېره مياشت د يوې جلسې پر مهال په فلزي امسا ووهل شو.
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني وویل چې د کرک د وژلو خبر حیرانه کړې ده.
هغې په ایکس پاڼې باندې لیکلي:
"يو وحشيانه قتل، چې د دیموکراسۍ او د آزادۍ پر ډاډمنو خلکو ژور ټپ دی."
هغې د کرک د کورنۍ، ملګرو او د امريکا محافظه کارې ټولنې سره خواخوږي څرګنده کړه.
کرک، چې ۳۱ کلن و، د "ټرننګ پوینت یو اس اې" بنسټ ايښودونکی و، دا يوه غير انتفاعي اداره ده چې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د سياسي ګډون ملاتړ کوي.
د اروپايي ټولنې وياندې، پاولا پينهو، وويل چې دوی د هر ډول سياسي تاوتریخوالي غندنه کوي او هيله لري چې عاملين به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
د ولسمشر ټرمپ په وینا، هغه د کرک د "ظالمانه ترور" له امله له غم او غوسې ډک دی، او اعلان يې وکړ چې ډېر ژر به چارلي کرک ته د آزادۍ ولسمشرۍ مډال ورکړي.
فورم \ دبحث خونه