د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به د فاشیزم ضد کیڼ اړخی غورځنګ یا "انټيفا" د ترهګریز سازمان په توګه معرفي کړي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۱۷مه، په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشېل کې په یوه پیغام کې ولیکل: "زه ویاړم چې خپلو ډیرو امریکایی وطنپالو ته خبر ورکوم چې زه انټيفا، چې یوه خطرناکه، ناروغه، بنسټپاله کیڼ اړخه ناورین دی د یو لوي ترهګر سازمان په توګه نوموم."
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د دې ډلې تمویل کوونکي باید "د لوړو معیارونو او قانوني بهیر سره سم په بشپړه توګه وڅیړل شي."
ټرمپ انټيفا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت لپاره یو جدي ګواښ بللی او له چارواکو یې غوښتي چې د دې د کنټرول لپاره اړین اقدامات وکړي.
په ورته وخت کې، د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي وینس فاکس نیوز ته وویل، "که تاسو خپل امریکايي ملګري یا بل څوک د تاوتریخوالي اعمالو ته وهڅوئ یا [هغوی] تمویل کړئ ځکه چې هغوی ستاسو د سیاسي وینا سره موافق نه دي، نو تاسو د یو ترهګر سازمان په توګه چلند کوئ، او موږ به تاسو سره قانوني چلند وکړو."
ډونالډ ټرمپ دا پریکړه د امریکا د محافظه کار فعال چارلي کرک له وژنې وروسته اعلان کړه. ۲۲ کلن ټایلر رابینسن د چارلي کرک د وژنې په تور په توقیف کې دی.
د چارلي کرک له وژنې وروسته، د متحدو ایالتونو ولسمشر د امریکا خلکو ته په یوه ټلویزیوني پیغام کې وویل چې "د کیڼ اړخو سیاسي تاوتریخوالي" د ډیرو بې ګناه خلکو ژوند اخیستی دی.
فورم \ دبحث خونه