بشري سازمانونه نړیوالې ټولنې ته: افغانستان یوازې مه پرېږدئ

بشري سازمانونو له نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان یوازې پرېنږدي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیم کوونکې ادارې (اوچا) او یو شمېر نورو بشري سازمانونو په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي اوافغانستان د بشري کړکیچ په منځ کې یوازې پرېنږدي.

اوچا په یوې اعلامیې کې، چې د دوشنبې په ورځ جون ۱۶ (جوزا۲۶) خپره شوې، ویلي دي چې په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهېسې روانو جګړو، د اقلیم د تغیر له کبله رامنځ ته شویو طبعي پېښو، د کډوالو راستنېدلو او داخلي بې ځایه کېدو لړۍ په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.

اعلامیه همدغه راز وايي د طالبانو د حکومت له لوري «په افغان نجونو او ښځو باندې لګول شویو محدودیتونو په کم عمر کې د ماشومانو ودونه او د جنسیت په اساس تاوتریخوالی» زیات کړي او وسره د خلکو زیانمن کېدل او اسیب پذیري زیاته شوې.

اوچا وايی چې ټولې هغه بشري خیریه ادارې، چې په افغانستان کې کار کوي، په نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له افغانستان سره بشري او د «روغتیا، تعلیم او اقتصاد په برخو کې مرستې زیاتې کړي، چې د روان وضعیت د لا خرابېدو مخه» ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره غونډه پیل شوه، چې د اروپايي ټولنې د مشرانو په ګډون د یوناما، سعودي عربستان، قطر او ترکیې استازي هم په کې برخه لري.

طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې بیا واکمن شول او ورسره له افغانستان څخه نړیوالې مرسته کوونکې ادارې ووتلې او له افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې هم بندې او یا کمې شوې. اوچا وايي په روان کال کې د بشري مرستو یوازې ۱۸فیصده برخه تمویل شوې ده.

نړیوالې ټولنې د نورو شرایطو تر څنګ، له طالبانو غواړي چې په ښځو او نجونو باندې بندیزونه لېرې کړي او همه شمول حکومت جوړ کړي او مرستې یې هم تر ډېره په همدې مسائیلو پورې تړلي دي.