د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې ۱۲ میلیون ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري


په افغانستان کې میلیونونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته ضرورت لري
په افغانستان کې میلیونونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته ضرورت لري

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وایي په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون خلک اسیب پذیره او زیانمنېدونکي مشخص شوي دي، دا د ټول هېواد تر نیمايي نفوس هم زیات دي.

د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي، چې له دې ډلې څخه یې ۱۲.۹ میلیون ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اعلامیې په اساس، د روان کال د اپریل په میاشت کې ۵.۸ میلیون خلک په افغانستان کې د یونیسف په مرسته چلېدونکو روغتیايي مرکزونو ته تللي چې په دوی کې ۱.۵ میلیون يي ماشومان وو.

یونیسف وايي چې تر یو میلیون ماشومانو زیات د جدي خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي او شاوخوا ۴۳زره یې د درملنې لپاره معرفي شوي دي.

افغانستان دا مهال له «لوی بشري ناورین» سره مخامخ دی، چې د نورو دلایلو تر څنګ «طبعي پېښو او په ښځو او نجونو باندې مخ په زیاتېدونکې سختو بندیزونو دا وضعیت نور هم سخت» کړی دی.

په دې وروستیو کې له پاکستان او افغانستان څخه په ډېر شمېر کې ستانه شوي کډوال هم د بشري ناورین د زیاتېدو یو بل علت بلل شوی دی.

په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو په زده کړو او د ښځو په کار بندیزونه لګولي دي، چې له کبله یې ډېرې هغه ښځې هم وزګارې شوې، چې د خپلو کورنیو لپاره یوازینۍ نفقه ګټونکې وې، دې کار هم د نړیوالو سازمانونو په وینا د بشري بحران کچه لوړه کړې.

نړیوالې ټولنې له طالبانو په وار وار غوښتي چې په نجونو او ښځو باندې بندیزونه لېرې کړي. نړیوال سازمانونه وايي چې د دغو بندیزونو له کبله په افغانستان کې د یو شمېر خیریه بنسټونو کارونه بند شوي او له دغه هېواد سره مرستې هم کمې شوې دي. نور مالومات په راځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG