د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د بخنښنې د نړیوال سازمان په فعالیت بندیز ولګوه


د بخښنې نړیوال سازمان نښه
د بخښنې نړیوال سازمان نښه

په روسیې کې د بخښنې نړیوال سازمان پر فعالیتونو، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو تیري مستند کوي، د یوې غیر مطلوبې ادارې په توګه د نومول کیدو وروسته بندیز لګېدلی دی.

د روسیې لوی څارنوال په یوې اعلامیې کې چې انلاین خپره شوه، ویلي چې د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی په اصل کې د "روسیې څخه د ویرې د زیاتولو د چمتووالي نړیوال مرکز دی."

د "غیرمطلوبو سازمانونو" قانون، چې په ۲۰۱۵ کال کې روسیې کې تصویب شو، د کریملین په ملاتړ د هغو سازمانونو په اړه د ځانګړو مقرراتو پریکړه کوي چې له بهرنیو سرچینو څخه تمویلیږي.

دا قانون د بخښنې نړیوال سازمان سره کار کول یا ملاتړ کول جرم بولي چې په کې په ټولنیزو رسنیو کې د دې سازمان د هر ډول راپورونو شریکول هم منع شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان باید په روسیه کې خپل هر ډول کار ودروي.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامارد د روسیې د دغه اقدام په اړه ویلي دي: «دا د روسیې د هغو هڅو یوه برخه ده چې د حکومت مخالفان غلي کړي او مدني ټولنه منزوي کړي.»

نوموړي په روسیې کې د بشري حقونو د مستند کولو په اړه د ټېنګار تر څنګ ویلي دي: «په هغه هېواد کې، چې ډېر فعالان او سیاسي مخالفان زنداني کېږي، وژل کېږي یا تبعید کېږي، ازادې رسنۍ بدنامېږي، تړل کېږي او خودسانسورۍ ته مجبورېږي او نړیواله ټولنه منحله کېږي، تاسو باید هلته ښه کار وکړئ، چې کرملین مو د فعالیت مخه ونیسي.»

د بخښنې نړیوال سازمان لخوا سمدستي هیڅ تبصره نه ده شوې. دغه سازمان ته د "شکنجې په وړاندې د انساني وقار د ژغورنې" په نوم په ۱۹۷۷ کال کې د نوبل د سولې جایزه او په ۱۹۷۸ کال کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو جایزه ورکړل شوې وه.

د روسیې د "نامطلوبو سازمانونو" په لست کې اوسمهال ۲۲۳ سازمانونه شامل دي. په وروستیو کلونو کې لسګونه رسنۍ او ادارې چې په سیاسي، کلتوري او تعلیمي فعالیتونو کې بوختې دي، د دموکراتیکو ادارو ملاتړ کوي، او همدارنګه مذهبي سازمانونه دي په لیست کې شامل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG