ټرمپ:‌‌ په ایران د اسرائیل برید عالي و؛ ایراني چارواکي‌ راته تیلیفونونه کوي چې خبرې وکړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي‌ چې ایراني چارواکي ورته تیلیفونونه کوي چې په ایران د اسرائیل د برید په اړه،‌ چې هغه «عالي» وباله، خبرې وکړي.

اسرائیل په ایران باندې د جمعې په ورځ‌ جون ۱۳ (جوزا ۱۳) د تهران په وخت سهار وختي بریدونه وکړل چې د دغه هیواد اتومي او د میزایلو تاسیساتو ته یې تاوان ورساوه او لوړپورې پوځي قوماندانان او اتومي ساینسپوهان یې ووژل.‌

د امریکايي‌ رسنیو سره د جمعې په ورځ په یو شمیر مرکو کې ولسمشر ټرمپ د ایران د حکومت په اړه وویل:‌ «دوی ما ته تیلیفونونه کوي چې خبرې وکړي.» کله چې د هغه نه وپوښتل شول چې چا ورته تیلیفون کړی،‌ د ان بي سي شبکې د ټرمپ له قوله ویلي‌ چې «هماغه خلکو چې موږ ورسره تیر ځل کار کړی و.‌.‌.‌ ډیر شمیر یې اوس مړه دي.»

ټرمپ د ان بي سي خبرې شبکې ته وویل چې فکر کوي‌ چې د اسرائیل برید یو «عالي»‌ برید و.

د سي ان این د خبرې شبکې سره یې په خبرو کې بیا وویل چې «موږ البته چې د اسرائیل ملاتړ کوو... او دوی سره مو داسې مرسته کړې چې بل هیڅ کله یې هم بل چا داسې مرسته نه وه کړې.»

کله چې د وال سټریټ ژورنال رسنۍ ورنه پوښته وکړه چې آیا اسرائیل ده ته مخکې له دې چې برید وکړي اطلاع ورکړې وه.‌ ټرمپ‌ یې په ځواب کې وویل:‌ «دا داسې خبرتیا نه وه.‌ داسې [یو حالت و چې] موږ پوهیدو چې څه روان وو.»

امریکايي رسنیو د ځینو امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دې اخیستي لیکلي چې د امریکا بحري قوا د USS توماس هدنر جنګي بیړۍ ته هدایت ورکړی چې د غربي‌ مدیترانیې څخه د اسرائیل لورې ته حرکت وکړي او دوهمې جنګي بیړۍ ته هم هدایت کړی چې اسرائیلو خوا ته ولاړه شي.‌

دغه اقدامات به د امریکا موقف د ایران د ممکنه غچ اخیستنې د برید څخه د دفاع پخاطر قوي کړي.‌