یوناما له طالبانو وغوښتل چې انټرنټ او ټیلفوني اړیکې دې ژر بیرته فعال کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر (یوناما) له واکمنو طالبانو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې «ژر تر ژره او په بشپړ ډول انټرنټ او ټیلفوني اړیکې بیرته فعالې» کړي.

طالب مقاماتو تېره ورځ په ټول هېواد کې د فایبر نوري انټرنټي خدمتونه بند کړل، چې ورسره مخابراتي او تیلیفوني فعالیتونه هم اغیزمن شول.

یوناما نن سه شنبه د سپتمبر په ۳۰ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د انټرنټ او ټیلفوني اړیکو پریکون له نړۍ څخه افغانستان پرې کړی دی. یوناما وايي چې دا کار په افغانستان کې اقتصادي ثبات ګواښي، د افغانستان خلکو ته زیان رسوي او روان کړکیچ نور هم زیاتوي.

د یوناما اعلامیه وايي: «دا ډول بندیزونه د بانکي او مالي سیسټمونو اغیزمنولو په ګډون لنډ مهاله او اوږدمهاله پایلې له ځان سره لري، ښځې او نجونې زیاتې انزوا ته بیایي، روغتیایي او بیړنیو خدمتونو ته لاسرسی محدودوي، هوایي چلند له خنډ سره مخ کوي او همدارنګه مالي سرچینو ته دهغو کورنیو السرسی محدودوي چي پر مالي مرستو متکي دي.»

یوناما ویلي دي چې د ستونزو او کړکیچونو په وخت کې تیلیفوني روابط حیاتي ونډه لري او د معلوماتو په شریکولو کې مرسته کوي «او د بشري او لومړنیو مرستو په برخه کې یوه تر ټولو مهمه وسیله» ده.

تېره اونۍ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې الیزابیت استیکني امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د انټرنټي خدمتونو قطع کول «ډېر اندېښمن کوونکي» وبلل.

تېره ورځ د انټرنټي څار یوه اداره «NetBlocks» په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې «طالب مقامات خپل اخلاقي اقدامات پلي کوي او افغانستان اوس په بشپړ ډول د انټرنټي بندښت» سره مخامخ دی.

دغې شبکې لیکلي دي چې د دوشنبې په سهار یو شمېر شبکې قطع شوې او دا «پرېکړه قدم په قدم عملي شوې او تیلیفوني خدمتونه هم اغیزمن» شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغان فعالانو او خبریالانو د طالبانو د حکومت دا پرېکړه یې په کلکه غندلې ده.

ځینو لیکلي دي چې افغانستان له نړۍ څخه جلا کړل شو. څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت په بلخ، کندهار، ارزګان، هلمند، زابل او نیمروز کې هم د نوري فایبر انټرنټي خدمتونه بند کړي وو. د بلخ ولایت د طالبانو ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي وو چې د هبت الله اخندزاد په لارښوونې یې د نوري فایبر انټرنټ بند کړی او هدف یې د «منکراتو مخنیوی» دی.