د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني حاجیان له 'ویزې پرته د افغانستان له لارې ایران ته' تلای شي


ایراني حاجیان کولای شي چې د افغانستان د ویزې له ترلاسه کولو پرته د افغانستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شي.

د اسرائيل او ایران د جګړې له کبله د ایران حکومت خپله فضا د نړیوالو پروازونو په مخ تړلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې «له سعودي څخه د افغانستان له لارې تلونکو ایراني حجاجو ته تر یوې میاشتې د ویزې معافیت په نظر کې نیول شوی او همداراز په هرات کې» اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې ده چې «د ایراني حجاجو د خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې» په نظر کې ونیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، چې د دوی وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره په ملاقات کې دا ډاډ ورکړی دی.

د اعلامیې په اساس، سفیر بیکدلي ایراني حاجیانو ته د دغې اسانتیا د برابرولو له کبله مننه کړې او دا یې د افغانستان او ایران ترمنځ په «دوو اړخیزو اړیکو کې دستایني وړ اقدام» بللی دی.

لا معلومه نه ده چې د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د ورتګ بهیر کله پیل کېږي، خو په سعودي عربستان کې د حج مراسم ختم شوي او خپلو هېوادونو ته د حاجیانو د انتقال لړۍ پیل شوې ده.

د ایراني رسنیو د راپور په اساس، سږکال څه باندې ۸۶۰۰۰ ایرانیان حج ته تللي وو.

د تېرې جمعې په ورځ په ایران باندې د اسرائیل له هوايي بریدونو وروسته، تهران خپل هوايي حریم وتړه چې ورسره خپل هېواد ته د ایراني حاجیانو مستقیم ورتګ له ستونزو سره مخامخ شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG