د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي د اسرائیل-ایران ترمنځ جګړې کې یې لا د امریکا د مداخلې په اړه پرېکړه نه ده کړې


د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې وکړې
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې وکړې

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايی چې لا یې د اسرائیل او ایران ترمنځ په روانې جګړې کې د متحدو ایالتونو د پوځي مداخلې په اړه پرېکړه نه ده کړې، خو هر څه چې کېږي، ایران اتومي وسله نه شي لرلای.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ جون ۱۸ (جوزا۲۸) په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه جګړه نه غواړم، خو که د جګړې او دا چې هغوی اتومي وسله ولري ترمنځ یو انتخاب وي، باید تاسو هغه [کار] وکړئ، چې باید یې وکړئ.» نوموړي وويل چې په دې اړه خپلې مفکورې لري خو « لا مې نهايي کړې نه» ده.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «غواړم تر ټاکل شوې وخته یوه شېبه مخکې وروستۍ پرېکړه وکړم، تاسو پوهېږی چې وضعیت بدلېږي. په ځانګړې ډول له جګړې سره، په جګړې کې مسائیل بدلېږي او له یو سخت حالت څخه بلې ته تلای شي.»

متحدو ایالتونو سیمې ته نور پوځي وسایط او تجهیزات لیږدولي دي. خو تر اوسه یې اقدامات یوازې د ایران د میزایلو دفاع لپاره له اسرائیل سره په مرستو محدود دي.

ټرمپ وايي ایران باید د خپل اتومي پروګرام په اړه یوه موافقه کړې وای.

د متحدو ایالتونو او ایران مقاماتو پنځه ځلي مذاکرات وکړل، چې د ایران اتومي فعالیتونه محدود کړي او په بدل کې پرې بندیزونه لېرې شي. د دوی ترمنځ شپږم دور مذاکرات یې، چې په عمان کې پلان شوي وو، د اسرائیل د برید له کبله ونه شو.

ټرمپ وویل: «ایران ډېر نژدې و چې تړون لاسلیک کړي، داسې تړون چې د هغوی لپاره ډېر ښه و. او زه فکر کوم چې شاید اوس هم وشي.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-نویل بارو د پنجشنبې په ورځ وویل چې بریتانیا، فرانسه او جرمني چمتو دي د ایران د بالستیک میزایلو او اتومي پروګرامونو د شاته کولو په اړه مذاکراتو کې برخه واخلي او دا مسئله تضمین کړي.

دا درې هېوادونه او متحدو ایالتونو، چین او روسیه له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون لاسلیک کوونکي او برخه وو. خو متحده ایالتونه په ۲۰۱۸ کال کې له دغه تړون څخه ووت او ولسمشر ټرمپ وايي چې په تړون کې ایران سره ډېر سخاوت شوی دی.

په همدې حال کې ایران وايي چې د پنجشنبې په ورځ ایران د بیرشبع په سیمه کې په یو روغتون او تل ابیب په نورو سیمو باندې د میزایلو بریدونه کړي، چې یو شمېر خلک په ژوبل شوي دي.

ایران وايي چې روغتون ته یې نژدې پوځي تاسیسات په نښه کړي، اسرائیلي مقاماتو د قوي ځواب ورکولو ژمنه کړې ده. اسرائیل د پنجشنبې په ورځ د اراک په نوم د ایران د درنو اوبو په ريکتور او د نطنز اتومي تاسیساتو باندې هوايي بریدونه کړي.

اسرائیل وايي چې ایران د اتومي وسلو جوړولو په لوري پرمختګ کوو او له همدې کبله یې پرې د جمعې په ورځ بریدونه پیل کړل. ایران دا نه مني چې اتومي پروګرام یې د وسلو جوړولو لپاره دی، خو دا یې منلې چې داسې ظرفیتونه یې رغولي، چې ممکن په اینده کې د اتومي وسلو جوړولو لپاره وکارول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG