په ایران باندې د اسرائیل د بریدونو له کبله له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل زیات شوي دي.
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی دی، چې د اسرائيل د بریدونو له پیل وروسته په څلورو ورځو کې له ایران څخه د افغان کډوالو ۲۰۰۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستانه شوي. دغه اژانس نه دي ویلي چې په هرې کورنۍ کې څومره کسان و او څومره کډوال راستانه شوي دي.
د بریدونو په لومړیو ورځو کې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې ایراني مقاماتو افغان کډوال له تهران څخه وتلو ته نه پرېښودل.
خو په ایران کې یو افغان کډوال، چې نه غواړي نوم په راپور کې ولیکل شي، امریکا غږ افغانستان څانګې ته وویل چې قانوني اسناد لرونکي افغانان ازاد تګ راتګ کولای شي.
خو هغه وویل چې د «امنیتي اندېښنو» او د «ګواښونو د مخنیوي لپاره» هغو افغانانو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له تهران څخه د وتلو اجازه نه شته.
یو بل افغان کډوال هم امریکا غږ ته وویل چې انټرنټ قطع شوي او له نورو سره اړیکه نیول سخت دي. هغه وویل: «حال مو ډېر خراب دی... اوبه نه شته، نانوایان له دوو ډوډیو ډېرې نه راکوي، بانکي کارتونه بند شوي.»
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې یو شمېر افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقیق ارقام یې نه شته.
ایراني مقامات وايي چې په ایران کې شپږ میلیون افغانان ژوند کوي، چې قانوني اسنادو لرونکي او نه لرونکي په کې شامل دي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تهران له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره ووځي. اسرائيل هم له څو ورځو راهېسې د ایران د ځینو سیمو اوسېدونکو ته پرلپسې خبرداری ورکوي چې ووځي.
په ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت
د خبریالانو د ملاتړ ادارې (نۍ) په ایران کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده او له نړیوالو بنسټونو څخه یې غوښتي دي، چې له ایران څخه د افغان خبریالانو په اېستلو او درېیم هېواد ته یې په لېږدولو کې مرسته وکړي.
دغې ادارې ویلي دي چې په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو «جسمي او رواني» امنیت له خطر سره مخامخ دی او په وینا یې دا خبریالان یوازې د اسرائیل د بریدونو له کبله نه کړېږي، بلکې په ایران کې د «افغان کډوالو په اړه یې منفي احساسات یې» ځورووي او کړوي.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته، سلګونه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستان څخه ووتل او یو شمېر یې ایران ته ولاړل.
اسرائيل د جمعې په ورځ د ایران یو شمېر پوځي او اتومي تاسیسات په نښه کړل او ایران یې هم په ځواب کې په اسرائيل د میزایلو بریدونه پیل کړل او دا جګړه لا هم روانه ده.
د جګړې تلفات
د ایران د روغتیا وزارت وایي چې تر دې دمه د اسرائيل په بریدونو کې ۲۲۴ کسان وژل شوي او ۱۲۷۷ تنه نور زخمیان شوي دي. خو د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وايي چې په دغو بریدونو کې ۶۳۹ تنه وژل شوي او ۱۳۲۹ نور ژوبل دي، چې اکثریت یې ولسي خلک دي.
اسرائيلي مقاماتو ویلي دي چې د ایران په بریدونو کې تر دې دمه ۲۶ تنه وژل شوي او تقریبآ ۶۰۰ نور ژوبل دي.
فورم \ دبحث خونه