د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف د افغان زلزله ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۲۲ میلیون ډالرو غوښتنه وکړه


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د افغانستان په ختیځ کې په زلزله ځپلو سیمو کې د ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۲۲ میلیون ډالرو بیړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

یونیسف ویلي چې دا پیسې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د شاوخوا ۴۰۰ زرو خلکو سره د مرستې لپاره وکارول شي، چې پکې به څه باندې ۲۱۲ زره ماشومان هم شامل وي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې اکثره ژوندي پاتې شوي کسان له جدي ستونزو او خطرونو سره مخ دي.

ملګري ملتونه وايي چې د تېرې یکشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د ریکټر په کچه د ۶ درجې مرګونې زلزلې له امله څه باندې ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او له ۳۶۰۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي.

دغې زلزلې له ۶۷۰۰ څخه ډیر کورونه ویجاړ کړي او اټکل کیږي چې ۵۰۰ زره خلک بې کوره شوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج الدین اویواله وویل: "جغرافیایي لرې والی، محدودې زیربناوې او ډیر محافظه کارو ټولنیزو نورمونو دا [د زلزلې د مرستې ماموریت] یو ډیر پیچلی بیړنی وضعیت رامنځته کړی چې موږ تر اوسه ورسره مخ شوي یو."

د ښځینه مرستندویه کارکوونکو نشتوالی یوه له هغو ننګونو څخه ده چې په سیمه کې د ملګرو ملتونو چارواکو یې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده، او د ښځینه مرستندویه کارکوونکو په فعالیتونو باندې د طالبانو د محدودیتونو د لرې کولو او زلزله ځپلو سیمو ته د هغوی د لیږلو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۶۰۰ میندوارې ښځې اغیزمنې شوې دي.

دې سازمان درې ورځې وړاندې په یوه راپور کې وویل چې افغانستان د ښځو لپاره خوندي هیواد نه دی او په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه تر ۵۰ سلنې پورې لوړیدای شي.

د روغتیا په برخه کې، یونیسف ویلي دي چې دوی د زیږون او نویو زیږیدلو ماشومانو پاملرنې او د زلزلې قربانیانو ته د اړینو درملو د چمتو کولو په شمول، د بیړني روغتیا پاملرنې ته لاسرسی پراخوي.

همدارنګه د اوبو له امله د رامنځته کېدونکو شدیدو ناروغیو لکه کولرا د مخنیوي لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرول، د حفظ الصحې ښه کول، د خوارځواکۍ سره مبارزه، د نغدي مرستو چمتو کول، د لنډمهاله تعلیمي ځایونو جوړول، او د زیانمن شویو ښوونځیو بیارغونه د یونیسف لخوا لیست شوي نور لومړیتوبونه دي.

طالبانو، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې په افغانستان واکمن دي، د ښځو او نجونو پر تعلیم او د مرستندویه ادارو په شمول په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار کولو باندې سخت محدودیتونه لګولي دي،. ویلي چې د دوی چلند د اسلامي شریعت او افغان کلتور پر چوکاټ کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG