د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو ادارې په یو راپور کې ویلي دي چې افغانستان د ښځو لپاره خوندي ځای نه دی او د دې ادارې په وینا، په دې هېواد کې د میندو د مړینې کچه تر۵۰ فیصده پورې لوړېدی شي.
د دې راپور په اساس، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، د ښځو د حقونو د ناورین د زیاتېدو لامل شوی او روغتیایي خدمتونو، تعلیم، کار، خوندیتوب او د تصمیم نیونې په برخه کې یې نابرابري لا زیاته کړې ده.
طالبانو وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واک ته ورسېدل، ښځې او نجونې یې له شپږم ټولکې پورته له زده کړو او په دولتي او غیرحکومتي سازمانونو کې له کار کولو، له محرم پرته سفر کولو، عمومي پارکونو، ورزشي کلپونو، حمامونو او سینګارتونو ته له تګ راتګ څخه بندې کړل.
د ملکرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی، په زیاتېدونکي توګه ستونزمن کیږي او پایلې یې ټکان ورکوونکي بللي.
په دې راپور کې راغلي: "۷۸سلنه ښځې او نجونې له کار او زده کړې محرومې دي. تر ۲۰۲۶ کاله به د کم عمره نجونو د امیدوارېدو کچه (د ماشومانو د اجباري ودونو په دلیل) به ۴۵سلنه زیات شي او د زېږون په مهال د میندو د مړینې کچه ۵۰سلنه زیاتېدی شي."
د ملګرو ملتونو د دې راپور په اساس، په افغانستان کې د کم عمره ماشومانو د ودونو کچه مخ په زیاتېدو ده او په کم عمر کې د ماشومانو امیدوارېدل، د هغوی روغتیا لا له خطر سره مخامخ کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له زده کړې څخه، په خاصه توګه په روغتیایي برخو کې، د افغان ښځو او نجونو محرومیت، د افغان مېرمنو روغتیایي وضعیت لا نور خرابولی شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د پاملرنې په موخه، د نړېوالو څخه د مرستې غوښتنه کړې او سپارښتنه یې کړې چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ۳۰سلنه باید د جنسیتي برابرۍ څخه د ملاتړ لپاره په پام کې ونیول شي.
دې ادارې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د "تبعیضي" اقداماتو سره د نړېوالې مبارزې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې "تبعیض باید عادي نه شي ... چوپتیا انتخاب نه دی. د (افغان ښځو سره) پیوستون، اختیاري نه دی".
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو کړنې له پراخو نیوکو سره مخامخ دي، طالبان ادعا لري چې په دې هېواد کې یې د ښځو حقونه د خلکو د فرهنګ په نظر کې نیولو سره او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړی او د ښځو بحث یې د افغانستان "داخلي موضوع" بللې ده.
فورم \ دبحث خونه