د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډې کې له ښځو سره د طالبانو په چلند انتقاد وشو


د اسلامي همکاریو د سازمان ۵۰ غړو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر۲۴ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومې غونډې په څنډو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه او یو شمېر غړو یې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو په چال چلند انتقادونه وکړل.

د پاکستان صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق دار چې له افغانستان سره د تماس ډلې د جوړولو وړاندیز هم وکړ، په افغانستان کې یې د ښځو په تعلیم، کار او مدني فعالیتونو باندې د طالبانو بندیزونه «غیر موجه، د اسلامي اصولو او اسلامي ټولنې د معیارونو» خلاف وبلل او د لېرې کېدو غوښتنه یې وکړه.

طالبان ادعا کوي چې دا بندیزونه یې د «اسلامي شریعت او د افغانستان د خلکو د فرهنګ» په اساس دي.

محمد اسحق دار د افغانستان سره د تماس ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د «ازموینو څخه د وتلو لپاره د لارې نقشه» برابره شي.

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي یوسف بن محمد الضبیعي د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو د حل په اړه د پرېکړو او له دغه هېواد سره د سازمان د غړو د همکاریو د تقویت لپاره د تماس ډلې د جوړولو یادونه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې غونډې په اړه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې محمد اسحق دار همدغه راز د «افغانستان په خاورې کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه» اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې دا ډلې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي. هغه د نړیوال تروریزم په ضد مبارزې کې د طالبانو د قوي او ثابت اقدام غوښتنه وکړه.

طالبانو، چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې په افغانستان کې حاکم دي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه ادعاوې رد کړې او ویلي دي، چې هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد ګټه واخلي.

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په قطر کې د دوحې تړون د غونډو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډو کوربتوب ته په اشارې وویل چې هېواد یې چمتو دی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په اساس، د دغه سازمان د غړو ترمنځ همکاري او د افغانستان د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ «رغوونکی تعامل» تقویه کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې الخلیفي په دغې غونډې کې د افغانستان بشري، اقتصادي او سیاسي شرایطو ته په کتو د تماس ډلې «په حیاتي ارزښت» او ګډې ژمنیتا باندې ټېنګار کړی. هغه ویلي: «دا د اسلامي همکاریو د سازمان دنده ده چې متحد شي او د بامفهومه خبرو زمینه برابره او د [افغانستان] لپاره حمایت تسهیل کړي.»

تر دې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې الیزابت استیکني امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو «ظالمانه سیاستونو» د افغانستان د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې او په خبره یې د طالبانو رسمیت پېژندل د دغې ډلو په کړنو پورې اړه لري. هغې وویل چې طالبان باید د بشري حقونو د حفاظت او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG