د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي چې متحده ایالتونه د ترهګریز سازمان په توګه د «اخوان المسلین» د پېژندلو «پروسه روانه» کړې ده.
د سه شنبې په ورځ په امریکا کې د «سډ روزنبرګ» راډیو یو کوربه له ښاغلي روبیو څخه وپوښتل چې ایا د امریکا اوسنی حکومت پلان لري چې «اخوان المسلمین» او په امریکا کې د «امریکا-اسلامي اړیکو شورا» د ترهګریزو سازمانونو په توګه وپېژني، هغه وویل چې «دا تر کار لاندې دي».
نوموړي د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل: «تاسو څو نومونه یاد کړل، په ځانکړي ډول اخوان المسلمین چې د لویې اندېښنې وړ دی.»
روبیو وویل چې د ترهګریزو سازمانونو په توګه به د دغو ډلو پېژندل له حقوقي خنډونو سره مخامخ شي، خو څرګنده یې کړه چې د امریکا حکومت غواړي «دا پروسه په کور دننه ترسره کړي چې باید ارزونه وشي او تاسو مستندسازي او توجیه وکړئ چې (دا سازمان) څه دی.»
مصر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هغه هېوادونه دي، چې وار د مخه یې اخوان المسلمین د ترهګر سازمان په توګه پېژندلی.
د متحدو ایالتونو په سنا کې د تکساز ایالت استازي ټېډ کروز د جون په میاشت کې یوه لایحه وړاند کړه، چې اخوان المسلمین د ترهګریز سازمان په توګه معرفي کوي. د فلورېډا ایالت استازي رانډي فاین هم یوه لایحه وړاندې کړې ده چې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د ترهګر سازمان په توګه پېژني.
د رانډي بیل په لایحه کې دا سازمان له حماس سره د اړیکو په لرلو تورن شوی دی، د حماس ترهګرې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د اسرائیل په جنوب کې برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل چې اکثریت یې ملکیان دي.
خو دغه سازمان په تېر وخت کې له اخون المسلمین او ترهګرۍ سره د اړیکو لرل رد کړي وو.
فورم \ دبحث خونه