د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د یو اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره د واشنګټن ډي سي پولیس د فدرال حکومت تر مستقیم کنترول لاندې راوستل او د کانګرس د ودانۍ د غښتلیو امنیتي ساتونکو د ملاتړ لپاره یې ملي ګارد واستول.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل: «نن په ډي سي کې د ازادۍ ورځ ده او موږ خپله پلازمینه بېرته ترلاسه کوو.» په دغه خبري کنفرانس کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هیګسیت، لویه څارنواله پام بونډي او یو شمېر نور مقامات هم د ولسمشر ټرمپ تر څنګ ولاړ وو.
ولسمشر ټرمپ دا «یو تارخي اقدام» وباله چې «خپله ملي پلازمینه له جرم، وینې تویدېنې، ګډوډۍ، کثافاتو او بد حالت څخه وژغورو.»
ټرمپ په دغه اجرايي فرمان کې ویلي دي: «دا مهال په پلازمېنې کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی عامه خدمات، ولسي خلک او سیلانیان له خطر سره مخامخ کوي، مصون او خوندي ترانسپورت او د فدرال د حکومت عادي فعالیت ګډوډوي او عامه حیاتي سرچېنې په چټک غبرګون او امنیتي اقدماتو بوختې ساتي.»
په اجرايي فرمان کې راغلي دي: «د عامه نظم او خوندیتوب په ساتلو کې د ښار د حکومت ناکامي د فدرال حکومت وړتیا اغیزمن کړی، چې له پراخ تاوتریخوالي سره زموږ د کارګرانو د مخامخېدو له ډار پرته، د ملت لویو ګټو ته رسيدګي وکړي.»
سپینه ماڼۍ وايي واشنګټن د جنايي پېښو له پلوه د متحدو ایالتونو په لویو بدو ښارونو کې راځي.
ولسمشر ټرمپ په اجرايي فرمان کې ویلي دي: «ډسټرک اف کولمبیا (ډي سي) د ۵۰ ایالتونو په پرتله د جنايي خشونت، قتل او غلا ډېرې پېښې لري او په ۲۰۲۴ کال کې د هرو ۱۰۰۰۰۰ اوسېدونکو په منځ کې یې ۲۷.۵۴ وژنې شوي- همدغه راز دغلته په هرو ۱۰۰۰۰۰ کسانو کې د موټرو د غلا ۸۴۲.۴ پېښې شوې، چې د هېواد په کچه د موټرو د غلاو تر ټولو لوړه شمېره ده...»
یو شمېر مهمو سیاسي مشرانو او د کانګرس غړو د فدرال حکومت تر کنترول لاندې د واشنګټن ډي سي د پولیسو د راوستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ په فرمان متفاوت غبرګونونه ښودلي دي.
د واشنګټن ډي سي ښاروالې میریل باوسر دا مني چې د ۲۰۱۹ کال د کرونا وبا څخه وروسته په ښار کې «جنایت زیات» شوی، خو وايي چې د جنايي خشونت اندازه کمه شوې ده. نوموړې د ولسمشر ټرمپ له دغه اعلان څخه وروسته وویل: «موږ وکولای شول چې د ۲۰۲۳ کال د جنایت کچه معکوسه کړو.
سږکال یوازې دا نه چې جنایت د ۲۰۲۳ کال په پرتله کم شوی، بلکې د ۲۰۱۹ کال تر وبا مخکې وخت څخه هم کم شوی او موږ د ۳۰ کلونو په پرتله کم جنایت لرو.» ښاروالې باوسر وویل چې خوشحاله نه ده او غواړي دا ښار نور هم خوندي کړي. هغې وویل چې د ملي ګارد د استولو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی حق مني او دا خبره یې هم وکړه چې د پلازمېنې پولیس ځواک ۳۱۰۰ غړي لري.
د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشر مایک جانسن د ولسمشر د دغه اقدام هرکلی وکړ. هغه د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: «ولسمشر ټرمپ سم دی. موږ اجازه نه ورکو چې جنایت زموږ ملي پلازمېنه ویجاړه کړي. هر امریکایی باید له ډار پرته واشنګټن ډي سي ته راشي او خوند ترې واخلي. د استازو خونې جمهوريت غوښتونکي د واشنکټن د پاکولو، د جنایت د څپې د ختمولو او په نړۍ کې د سترې پلازمېنې د ښکلا د بیا اعاده کولو لپاره د دغې هڅې ملا تړي.»
خو د استازو خونې د دموکرات اقلیت مشر حکیم حیفریس دا پرېکړه وغندله. هغه په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «په واشنګټن ډي سي کې جنايي خشونت د تېرو ۳۰ کالونو په پرتله کم دی. دونالډ ټرمپ د سیمې د پولیسو د کنترول هېڅ اساس نه لري.»
واشنګټن ډي سي د فدرال د قضايي صلاحیت ناحیه ده، چې اوسېدونکي یې ښاروال/ښارواله او د ښار شورا ټاکي چې د کانګرس تر څار لاندې فعالیت وکړي. له ډېر وخت راهېسې د واشګټن ډي سي اکثریت سیاسي مشران او کيڼ اړخه اوسېدونکي هڅه کوي واشنګټن ډي سي په یو ایالت بدل شي، خو بریالي شوي نه دي.
فورم \ دبحث خونه