درېو اروپایي هېوادونو د ایران سره د خبرو اترو په اړه ملګرو ملتونو ته په یو لیک کې ویلي که ایران د اټومي خبرو اترو میز ته بېرته ونه ګرځي، هغوی چمتو دي چې د ماشې میکانیزم بیا فعال کړي.
د فرانس پرس خبري اژانس اوفایننشل تایمز ورځپاڼې د دې ګډ لیک په استناد چې د فرانسې، جرمني او بریتانیا لخوا لاسلیک شوی، راپور ورکړی چې ایران یوازې ددې میاشتې تر پایه پورې، یعنې یوازې ۱۷ ورځې نور فرصت لري چې د خپل اټومي پروګرام لپاره د حل یوه دیپلوماتیکه لاره ومومي.
دا لیک د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیرش، او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوم استول شوی.
په لیک کې د دې درېو هېوادونو لخوا ټینګار شوی چې دوی به د ایران د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره خپلې ټولې دیپلوماتیکې وسیلې وکاروي، خو یوازې پدې شرط چې تهران ټاکل شوي مهلت ته ژمنتیا څرګنده کړي.
دوه اونۍ وړاندې، د دې درېو هېوادونو استازو په استانبول کې له ایراني مقاماتو سره هم ولیدل، خو کومه نتیجه یې ورنه کړه.
فرانسې، جرمني او بریتانیا په خپل ګډ لیک کې ملګرو ملتونو ته ویلي چې ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون ډیرې برخې نقض کړي دي. دغه هیوادونه وايي چې د ایران د یورانیمو زیرمې د ۲۰۱۵ کال د موافقې له نهایي ټاکل شوي حد څخه ۴۰ برابره زیاتی دي.
د اګست وروستی ضربالاجل د امریکا د باندنیو چارو وزیرمارکو روبیو او د دې دریو اروپایي هېوادونو د باندنیو چارو د وزیرانو تر توافق وروسته اعلان شو.
مارکو روبیو، د امریکا د باندنیو چارو وزیر، او د فرانسې، بریتانیا او جرمني د باندنیو چارو وزیرانو توافق وکړ که تر دې وخت پورې هیڅ توافق ونه شي، نو درې واړه اروپایي هېوادونه به د ماشې میکانیزم فعاله کړي ترڅو د ایران په وړاندې د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه بیا ولګول شي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په څرګنده توګه له تهران سره د نوي توافق غوښتنه کړې ده.
امریکایي مقامات ټینګار کوي چې د ایران سره د مذاکراتو یوه بنسټیز شرط دا دی چې د ایران په خاوره کې دې د یورانیوم غني کول په بشپړه توګه بند شي.
فورم \ دبحث خونه