د متحدو ایالتونو یو لوړپوړی دیپلومات وایي، د سوریې انتقالي حکومت ژمنه کړې چې د سویدا په جنوبي ښار کې د وروستیو ظلمونو لپاره مسئولین په بشپړه توګه محاکمه کړي، او ډاډ ورکوي چې هیڅوک نه شي کولای چې د عدالت له منګولو وتښتي.
ټام باراک، چې په ترکیې کې د امریکا سفیر دی او د سوریې لپاره د ځانګړي استازي دنده هم تر سره کوي وايي چې دمشق به د ملګرو ملتونو سره په بشپړه توګه همکاري وکړي چې ددې جرمونو پلټنه وشي چې په کې د جولاۍ په ۱۶مه نېټه د سویدا په ملي روغتون کې د وحشیانه تاوتریخوالي پېښه هم شامله ده.
باراک دا څرګندونې پرون د سې شنبې په ورځ د عمان په درې اړخیزه غونډه کې وکړې چې د سوریې د باندنیو چارو وزیر اسعد الشباني او د اردن د باندنیو چارو وزیر ایمن الصفدي سره یې د سوریې د بیا رغونې په اړه خبرې وکړې.
په سویدا کې د جولاۍ په میاشت کې د سوریې د بدوي د قبیلوي ځواکونو او د دروزیانو ټولنې د ملېشو ترمنځ په وژونکو جګړو کې ګڼ شمېر کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول.
امنیتي وضعیت وروسته له هغه لا ویجاړ شو چې د سوریې حکومتي ځواکونو د دمشق له خوا د یوه اعلان شوي اوربند د پلی کولو هڅه وکړه.
د بشري حقونو نړیواله موسسه (HRW) د شاهدانو له قوله وايي چې د سویدا په ملي روغتون کې شرایط زړه بوږنوونکي وو. وروسته حکومت بیا خپل ځواکونه له سویدا څخه و ایستل او یوه کمېټه یې جوړه کړه چې د ملکیانو پر ضد د ظلمونو څېړنه وکړي.
پرون د سې شنبې په ورځ د درې اړخیزې غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه، چې په کې د سوئیدا ولایت د سوریې د هیواد یوه مهمه برخه وبلل شوه.
فورم \ دبحث خونه