اسرائیل وايي چې ځواکونو یې په غزې کې د هغو دوو امریکايي اسرائیلیانو مړي موندلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نیټه د حماس د ډلې لخوا، چې امریکا یې تروریستي ډله بولې، یرغمل شوي وو.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د ۷۰ کلنې جودي ونشتاین او د ۷۲ کلن ګاد حګای مړي د غزې د خان یونس په سیمې کې د اسرائیل د پوځ او امنیت د ادارې لخوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې موندل شوي دي. دغه دواړه د نیر عوز د سیمې وو.
نتنیاهو د پنچشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: «د ټولو اسرائیليانو سره په ګډه، زما ښځه او زه د دغو [مړو] درنو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وایو.»
اسرائیل ویلي چې دغه ده کسان د اکتوبر د ۷ نیټې په برید کې وژل شوي وو او بیا یې مړي غزې ته وړل شوي وو.
په عین وخت کې، امریکا د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو پریکړه لیک ویټو کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې دغه پریکړه لیک «به د حماس د غښتلي کولو سبب شي.»
هغه زیاته کړه: «موږ به هغه اقدام چې حماس په کې نه وي غندل شوی، د حماس د بې وسلې کولو او د غزې نه د وتل غوښتنه په کې نه وي شوي، د اسرائیل او حماس ترمنځ ناسم انډول په کې شوی وي او د خپل ځان نه د دفاع په خاطر د اسرائیل حق په کې په نظر کې نه وي نیول شوی، ملاتړ نه کوو.»
د امنیت د شورا نورو ټولو ۱۴ غړو د پریکړه لیک په طرفدارۍ رایه ورکړه. دغه پریکړه لیک په غزې کې بشري وضعیت «ناورین» بولي او د اسرائیل څخه غواړي چې فلسطینیانو ته د مرستو د رسولو په سر ټول محدودیتونه رفع کړي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائیلو برید وکړ چې په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول. دغه ډلې شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل کړل. د دغو کسانو نه ۵۶ کسان تر اوسه هم په غزې یرغمل دي چې ګمان کیږي یوازې ۲۰ تنه به یې ژوندي وي.
د غزې د صحت وزارت وايي چې د اسرائیل په هوايي او ځمکني بریدونو کې تر ۵۰ زره ډیر فلسطینیان وژل شوي دي خو دا یې نه دې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې یې څومره وسله وال دي.
د امریکا، مصر او قطر لخوا په غزې کې د اوربند هڅې بیا د بن بست سره مخامخ شوي دي. اسرائیل په مارچ کې اوربند ختم کړ او د هغه راهیسې یې په غزې کې خپل پوځي عملیاتو ته زور ورکړی دی.
فورم \ دبحث خونه