د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د تعرفو ستراتیژي پراخوي، له برازیل څخه د مسو پر وارداتو ۵۰٪ تعرفه وضع کوي


د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "لومړۍ امریکا" تر عنوان لاندې د تګلارې د پلي کولو لپاره د تعرفو لګول پراخ کړي، او اعلان یې کړی چې د برازیل څخه د وارداتو او د مسو پر ټولو وارداتو به د اګست له لومړۍ نېټې څخه ۵۰ سلنه تعرفې ولګوي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه ( ټروت سوشل ) کې یو لیک خپور کړ، او ویې ویل که برازیل د امریکا د شکایتونو په وړاندې جدي چلند ونه کړي، نو دا تعرفه به له اګست لومړۍ څخه نافذه او پلې شي.

د امریکا د سوداګرۍ استازي ددفتر د معلوماتو له مخې برازیل د امریکا له شلو سترو سوداګریزو متحدینو څخه شمېرل کېږي، چې د ۲۰۲۴ کال پر دوران کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو مجموعي تجارت ۹۲ میلیارده ډالرو ته رسیدو.

ټرمپ په خپل لیک کې چې د برازیل ولسمشر (لویز ایناسیو لولا د سیلوا) ته استول شوی، ویلي چې د تعرفې ګواښ د برازیل د هغه اقدام په ځواب کې و چې د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو له بایللو وروسته یې په واک کې د پاتې کیدو د دسیسې په تور د ژایر بولسونارو چي د ولسمشر ټرمپ یو متحد دی، د محاکمه کولو لپاره کړی و.

د چهارشنبې په ماښام، لولا د ټرمپ لیک ته د ایکس پر شبکې کې ځواب ورکړ او ویې لیکل:
"د هغو کسانو پر ضد چې د کودتا پلان یې جوړ کړی و، عدلي اقدامات ، یوازې د برازیل د قضایي نظام صلاحیت دی."

لولا زیاته کړه چې برازیل به د هر ډول "یواړخیز تعرفو لوړوالي" ته د خپل اقتصادي قانون له مخې ځواب ووايي، خو دا یې نه ‌دي ویلي چې دقیقاً به څه ډول غبرګون وښي

د بیان د آزادۍ په اړه، لولا دا هم لیکلي: "ټولې کمپنۍ، که کورنۍ وي که بهرنۍ، باید د برازیل د قوانینو سره سم زموږ په خاوره کې فعالیت وکړي.

لولا وویل، برازیل به د "هر ډول یو اړخیزو تعرفو د زیاتوالي" په وړاندې د خپل اقتصادي قانون له مخې اقدام وکړي، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې د امریکا د دغه اقدام په وړاندې به څنګه غبرګون وښيي.

د ټروټ سوشل په یوه جلا پوسټ کې، ولسمشرټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه به امریکا ته د مسو پر ټولو وارداتو باندې ۵۰ سلنه تعرفه ولګوي.

هغه وویل دا اقدام به مرسته وکړي چې امریکا د مسو په هغه صنعت کې خپله مخکښ ځای بېرته ترلاسه کړي، کوم چې د سیمی الوتکو، بېړیو، معلوماتي مرکزونو، بیټریو، راداري سیسټمونو، توغندیزو دفاعي سیسټمونو او هایپرسونیک وسلو لپاره ضروري مواد برابروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG