ولسمشر، لومړۍ مېرمن میلانیا د کانګرس او د کابینې ځیني غړي د جمعې ماسپښین ټکساس ته ورسېدل.
ولسمشر په (ایرفورس ون) الوتکې کې ټکساس ته د سفر په ترڅ کې ددې ایالت د بیړني حالت د عملیاتو چارې وارزولې.
پدې سفر کې د هغه مېرمن، مېلانیا ټرمپ، د کرهنې وزیر بروک رولنز، د کور جوړولو د چارو وزیر سکاټ ټرنر، د کوچنیو کاروبارونو د ادارې مشره کیلي لوفلر، د ټکساس د ایالت سناتوران جان کورنین او ټیډ کروز، او نور چارواکي ورسره ملګري دي.
ټرمپ د الوتکې له لارې د هغو سیمو څخه هوایي څار او کتنه وکړه چې سخت زیان یې لیدلی دی. هغه ته چارواکو د زیانونو په اړه یو معلوماتي راپور هم وړاندې کړ.هغه د بیړنیو چارو اولیه مرستندویو تیمونو د ځینو غړو سره چې هلته حاضر و، عکسونه هم واخیستل.
د سپینې ماڼۍ د اعلامیې سره سم ولسمشر د ایالت د بیړني حالت د عملیاتو مرکز ته ولاړ او هلته یې د اولیه مرستندویو تیمونو او د سېلاب ځپلو کورنیو له غړو سره ولیدل.
دا د تېرو ۲۵ کلونو نه راهیسې تر ټولو وژونکې سېلاب ګڼل کیږي.
ټرمپ او مېرمن یې د ټکساس کرویل سیمه کې د سیلاب ځپلو سیمو نه لیدنه وکړه، او د پېښو د ارزونې لپاره د ایالت د بېړنیو حالاتو مرکز ته ولاړ .
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې، د دې سفر هدف د پېښو له قربانیانو سره د خواخوږي، د ژغورنې د کارکوونکو هڅونه، او په دې لړ کې د احتمالي نیمګړتیاوو ارزونه ده.
ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډه کې، د امریکا د بیړنیو حالاتو د مدیریت د فدرالي ادارې یا فیما د کار ستاینه وکړه.
په ورته وخت کې، د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم وویل، چې دا اداره د اوسني حکومت تر مشرۍ لاندې پیاوړې شوې ده " میرمن نوم زیاته کړه "موږ د زړو مقرراتو له خنډ پرته کار کوو. دا د ټرمپ لید ته ورته یو چټک او موثر غبرګون دی."
د چارواکو په وینا د تکراس د سیلابونو له امله چې د تیرې جمعې په ورځ د جولای په څلورمه پیل شول تر اوسه څه باندې ۱۲۰ کسان مړه او څه باندې ۱۶۰ کسان تري تم دي.
یوازې د Camp Mystic په نوم د نجونو د دوبي په کمپ کې ۲۷ کسان مړه شوي او ګڼ نور لا هم تری تم دي.
فورم \ دبحث خونه