د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ایراني چارواکي له خوا د مرګ ګواښ ته غبرګون وښود


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې په جلسه کې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې په جلسه کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په دولتي تلویزیون کې د خپل ژوند په وړاندې د وروستي ګواښ په اړه غبرګون وښود.

د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنه اي لوړ پوړي سلاکار محمد جواد لاریجاني د چهارشنبې په ورځ د ایران په دولتی تلویزیون کې وویل: "ټرمپ نور نشي کولی په مار-ا-لاګو استوګنځي (په فلوریډا ایالت) کې لمر ته کښینې. ځکه کله چې هغه خپله خیټه لمر ته نیولې وي، کیدای شي یو کوچنی درون د هغه نو په نښه کړي "

د فاکس نیوز یوه خبریال د ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وکړه چې څه فکر کوي چې دا ګواښ څومره ریښتنی دی او وروستی ځل هغه کله لمر ته پریوتلی و؟ "

ښاغلي ټرمپ، چې موسکی شو، په ځواب کې یې وویل چې ډېر وخت کېږي لمر ته نه دی پریوتلی.

هغه وویل: "زه شاید شاوخوا اووه کلن وم." "زه لمر ته د پریوتلو ډیر شوقي نه یم."

هغه زیاته کړه: "هو، زه فکر کوم چې دا یو ګواښ دی. زه ډاډه نه یم چې دا په حقیقت کې یو ګواښ دی. شاید دا وي."

ښاغلي ټرمپ مخکې ویلي وو چې اجازه يې ورنکړه چې د اسراییل یا د امریکا پوځ علي خامنه ووژني اوپرې یې نښود چې هغه په شرمناکه او زشته بڼه مړ شي.

د امریکا د خفیه خدماتو ادارې د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۸مه، امریکا غږ ته وویل چې امنیتي ټیمونه د "تر ټولو لوړې کچې خوندیتوب" ډاډمن کولو لپاره شپه او ورځ کار کوي.

دغه اداره، چې لومړنۍ دندې یې د امریکا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د ژوند ساتنه ده، د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ایراني چارواکو لخوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندې د وروستیو ګواښونو په اړه ده، وویل چې دا اداره "د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په چاپیریال کې" فعالیت کوي او دا چې د ولسمشر او د ټولو حکومتي کسانو ساتنه او امنیت "زموږ تر ټولو لوړ لومړیتوب دی."

د امریکا د پټو خدماتو په بیان کې، پرته له دې چې جزئیات ورکړل شي، ویل شوي: "زموږ ټیمونه د نړیوالو شریکانو، فدرالي، ایالتي او سیمه ایزو حکومتونو سره شپه او ورځ کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د لوړې کچې خوندیتوب تضمین شي."

په دې وروستیو ورځو کې، د ایران د ستر مذهبي مشر د استازي او د تهران د جمعې د لمانځه د امام احمد خاتمي په ګډون ځینو ایراني چارواکو، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وړاندې د مرګ ګواښونه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG