د اسرائيل پوځ وايي چې د غزې ښار ته د داخلېدو په دویمه ورځ یې پلي ځواکونه ترهګر او د هغوی پوځي تاسیسات «له منځه» وړي، اسرائیل د فلسطیني قلمرو په غزې کې د حماس د ترهګرې ډلې د وروستي قوي مرکز د نیولو هڅه کوي.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو په اړه جزیات خپاره کړل. دوی وايي چې د سه شنبې د ورځې له پيل شویو عملیاتو راهېسې یې هوايي او توپخانه يي ځواکونه د پلیو ځواکونو مرسته کوي او د غزې په ښار کې یې د ترهګرو ۱۵۰ اهداف وېشتلي دي.
د اسرائیل حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې د حماس د ماتولو او د یرغمل شویو کسانو د خوندي خلاصون لپاره به د غزې ښار ونیسي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له غزې څخه په اسرائیل برید وکړ، ۲۵۱ کسان یې یرغمل ونیول او ۱۲۰۰ نور کسان، چې اکثریت یې ملکي وګړي وو، ووژل او ورسره روانه جګړه پیل شوه.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو همدغه راز په ټولنیزو شبکې اعلان کړی چې د غزې په ښار کې یې پاتې سلګونه زره فلسطینیانو ته د وتلو لپاره یوه خوندي لاره پرانیستې چې جنوبي برخې ته ولاړ شي. دوی وايي چې د صلاح الدین په سړک کې دغه لار به د ۴۸ ساعتونو لپاره، په ځايي وخت د جمعې په ورځ د سهار تر ۱۲ بجو پورې، خلاصه وي.
د اسرائیل رسنیو د اسرائيل د دفاعي ځواکونو په حواله لیکلي دي چې د اسرائیل د اونیو اونیو خبرداري او د پوځ د ځمکنیو عملیاتو له چمتوالي څخه وروسته تقریبآ ۲۵۰۰۰۰ فلسطینیان د غزې له ښار څخه د دغه قلمرو نورو برخو ته وتلي دي.
ولمسشر ټرمپ تېره ورځ بریتانیا ته د خپل رسمي دولتي سفر تر پيل مخکې خبریالانو ته وویل چې د غزې په ښار کې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو په اړه ډېر نه پوهېږي، خو ویې ویل که حماس هڅه کوي چې ورسره یرغمل شوي کسان د انساني سپر په توګه وکاروي، «لویه بیه به یې پرې» کړي.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ولسمشر ټرمپ ورته بلنه ورکړې د سپتمبر په ۲۹ نېټه ورسره په سپینې ماڼۍ کې وویني، نتنیاهو تر دغه ملاقات درې ورځې مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وینا کوي.
د امریکا غږ تېره ورځ له سپینې ماڼۍ څخه د نتنیاهو د دغه ملاقات د اعلان په اړه معلومات وغوښتل، خو تر دې دمه یې نه دي ترلاسه کړي، دا به د ولسمشر ټرمپ په دویمه دوره کې واشنګټن ته د بنیامین نتنیاهو څلورم سفر وي.
فورم \ دبحث خونه