د بریتانیا درېیم پادشاه چارلز او نورو مقاماتو د وینزر په ماڼۍ کې بریتانیا ته د ولسمشر دونالډ ټرمپ په دویم سفر کې په رسمي تشریفاتو کې د هغه هرکلی وکړ.
ولسمشر ټرمپ او د هغه میرمن، میلانیا ټرمپ تېره ورځ بریتانیا ته ورسېدل. لندن ته له رسېدو وروسته هغوی په څرخي الوتکې کې د وینزر ماڼۍ ته ولاړل او د پادشاه چارلس او ملکې کامیلا سره تر ملاقات مخکې، د ویلس شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کیټ د هغوی هرکلی وکړ.
هغوی په ماڼۍ کې دننه په بګۍ کې ناست وو او د بریتانیا پوځي قطعې د متحدو ایالتونو او بریتانیا ملي سرودونه وغږول.
ولسمشر ټرمپ او پادشاه چارلس په یوې بګۍ کې ناست وو او د متحدو ایالتونو لومړۍ مېرمن میلانیا او ملکه کامیلا په بلې بګۍ کې ناستې وې.
د چهارشنبې په ورځ د دوی په مهالوېش کې د نورو مسائیلو ترڅنګ، د وینزر په ماڼۍ کې له شاهي کورنۍ سره دولتي ماښامنۍ هم شامله ده.
ولسمشر ټرمپ به د خپل سفر تر ختم مخکې د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د مشرانو په رسمي استوګنځای چکرز کې د بریتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره ګډ خبري کنفرانس ولري.
په دغه سفر کې به دواړه خواوې د اتومي انرژۍ او تکنالوژۍ په برخو کې یو لړ دوه اړخیز تړونونه هم لاسلیک کړي. د سه شنبې په ورځ بریتانیا ته تر روانېدو مخکې ولسمشر ټرمپ وویل چې دواړه هېوادونه به په سوداګرۍ باندې بحثونه روان وساتي.
د روان کال په سر کې ټرمپ او ستارمر په تجارتي تړون باندې موافقه وکړه- دا په تجارتي شریکانو باندې د تعرفو له لګولو وروسته د متحدو ایالتونو لپاره لومړی تجارتي تړون و.
د دغه تړون په اساس، متحده ایالتونه به د بریتانیا په موټرونو، المونیمو او وسپنې باندې تعرفې کموي. سپینه ماڼۍ وايي دا تړون به «امریکايي صادراتو او په خاص ډول د غوښې او ایتانول او نورو صادراتو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مارکیټ» ته لاره پرانیزي. په وسپنې او المونیمو باندې تعرفې لا هم په خپل حال دي.
دا د ولسمشر ټرمپ په دویم دور کې بریتانیا ته د هغه دویم رسمي سفر دی، تر دې مخکې د جولاۍ په اخره کې سکاتلنډ ته تللی و. بریتانیا ته د هغه لومړی سفر په ۲۰۱۹ کال کې و.
فورم \ دبحث خونه