د یوتا ایالت والي سپنسر کاکس تایید کړه چې چارواکو د سیاسي فعال چارلي کرک د وژنې شکمن کس نیولی او د هغه نوم ټایلر رابنسن دی.
کاکس وویل: "موږ هغه ونیوه." هغه زیاته کړه: "د سپتمبر د ۱۱مې په ماښام، د ټایلر رابنسن د کورنۍ یوه غړي له خپل یوه نږدې ملګري سره اړیکه ونیوله، او هغه بیا د واشنګټن حوزې د پولیسو د مشر دفتر ته معلومات ورکړل. دې کس ویلي و چې رابنسن یا خو ورته اعتراف کړی یا دا اشاره یې ورکړې چې همدغه برید ده کړی.
"کاکس وویل چې دا معلومات وروسته د یوتا ناحیې د پولیسو دفتر ته واستول شول. همداراز، همدغه معلومات د امریکا د استخباراتو ادارې اف بي آی ته هم لېږل شوي دي.
د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې رابنسن ۲۲ کلن دی او د یوتا اوسېدونکی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په سهار د سپتمبر په ۱۲مه، له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د مشهور امریکايي سیاسي فعال چارلي کرک د وژنې په تور د یوه شکمن د نیول کېدو خبر ورکړ.
ټرمپ د "فاکس او ملګرو" په خپرونه کې وویل: "زه فکر کوم، د لوړې کچې ډاډ سره، موږ شکمن کس نیولی ... په اصل کې یو چا چې شکمن ته ډیر نږدې و، هغه یې وسپارو"
کرک، چې ۳۱ کلن و او د ټرمپ نږدې متحد ګڼل کېده، د چهارشنبې په ورځ د یوتا وېلي پوهنتون په ساحه کې د زدهکوونکو پر مخ کې د خبرو پر مهال په ډزو وویشتل شو او ووژل شو.
د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې اف بي آی د شکمن کس انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې وې او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.
دې ادارې اعلان کړی و چې هر هغه چا ته به ۱۰۰ زره ډالر انعام ورکړي، چې د شکمن په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.
ټرمپ د دې شکمن د نیول کېدو په اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې چارواکي به د جمعې په ورځ ناوخته په دې اړه نور معلومات وړاندې کړي.
ټرمپ هیله وښوده چې د کرک قاتل ته د اعدام سزا ورکړل شي.
فورم \ دبحث خونه