د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره وکتل، چې د قطر په خاوره کې د حماس پر مشرانو د اسراییلو د ناڅاپي برید وروسته واشنګټن ته راغلی دی.
د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه د جمعې په ماسپښین په سپینه ماڼۍ کې وشوه، او رسنیو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې پکې ګډون وکړي.
امریکایي رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې الثاني به د جمعې په ورځ د غرمې وروسته نیویارک ښار ته ولاړ شي څو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.
آلثاني د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې و او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته یې وینا وکړه، چې د قطر په غوښتنه په دوحه کې د حماس ترهګرې ډلې پر مشرانو د اسراییلو له برید وروسته جوړه شوې وه.
قطر د اسراییلو برید وغانده او دا یې د خپل حاکمیت سرغړونه وبلله. ټرمپ دا برید "د خواشینۍ وړ" وباله خو ویې ویل چې دا پیښه د "سولې لپاره یو فرصت" کیدی شي ځکه چې د هغه په وینا، د حماس له منځه وړل یو "غوره هدف" و.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ خپله غونډه د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسوله چې پکې د امریکا په ګډون د شورا ټولو غړو، پرته له دې چې د اسراییل نوم واخلي، په دوحه کې وروستي بریدونه وغندل.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ وویل چې که قطر د حماس هغه مشران چې له کلونو راهیسې په دې هیواد کې ژوند کوي، ونه شړي یا یې عدالت ته راکش نه کړي، اسراییل به دا کار وکړي.
قطر د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د لسیزو اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې د منځګړیتوب د هڅو د یوې برخې په توګه د حماس د مشرانو کوربه توب توجیه کړی دی.
فورم \ دبحث خونه