د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د سره صلیب څخه د خپلو یرغمل شویو اتباعو په اړه د سمدستي مرستې غوښته کړې


اسرائیل د سره صلیب د سازمان څخه غوښتي دي چې د هغو یرغمل شویو اسرائیلیانو لپاره دې سمدستي دخوراکي موادو او درملو د برابرولو ترتیبات ونیسي چې په غزه کې د ترهګرو ډلو په ولکه کې دي او ددغو ترهګرو سازمانونو له خوا په خپرو شوېو ویډیوګانو کې ښودل شوي دي.

د ترهګرو ډلو له خوا په ورستیو ورځو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې دوه اسرائیلي وګړي ښودل کېږي چې د خوراکي موادو د کمښت له وجې ډیر کمزوري او ډنګر شوي دي.

د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې هغه د یکشنبې په ورځ د سره صلیب د نړیوال سازمان یا (آی سي ار سي) د سیمه ایز ریْس، جولین لیریسن، سره په دې هکله تیلیفوني خبرې کړي.

سره صلیب ددې تیلیفوني خبرو بشپړ متن نه دی خپور کړی خو دیکشنبې په ورځ یې یوه بیانیه خپره کړې او په کې یې ویلي چې د «هغو زړه بوږنوونکو ویډیوګانو په لیدو حک پک شوي» چې په کې اسرائیلي یرغمل شوي کسان، رام براسلاوسکي او ایویتار ډیویډ، ښودل کېږي چې په بد وضیعت کې دي.

د پنجشنبې په ورځ د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې د براسلاوسکي ویډیو خپره کړه او د جمعې په ورځ حماس د ډیوډ ویډیو خپره کړه.

د سره صلیب په بیانیه کې راغلي دي چې « دا ویډیوګانې ښکاره شواهد وړاندې کوي چې یرغمل شوي کسان په داسې وضیعت کې ساتل کېږي چې ژوند ته یې خطر موجود دی. مونږ پوهېږو چې د یرغمل شویو کسانو کورنۍ چې دا ویډیوګانې ګوري زړونه یې ماتېږي او خواشیني کېږي چې خپل خپلوان یې په داسې وضیعت کې وویني.»

په عین حال کې د نتنیاهو دفتر ویلي دي چې هغه ښاغلي لیرسن ته ویلي چې یرغمل شوي کسان د « سیستماتیکې لوږې» سره مخ دي او د نتنیاهو څخه یې نقل قول کړی چې ویلي یې دي « نړۍ نه شي کولای ددې شاک ورکوونکو انځورونو په مقابل کې چې د نازیانو د ظلمونو یاد تازه کوي، بې تقاوته پاتې شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل چې خپاره شوي تصویرونه زړه ماتوونکي دي او په خبره یې د ولسمشر ټرمپ او بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغه دریځ تائیدوي، چې په غزې کې باید د تل لپاره د حماس ترهرهګریزه واکمني ختمه او د دوو امریکایانو په ګډون یرغمل شوي کسان ازاد کړل شي.

نوموړي وویل ولسمشر ټرمپ ویلی دي، چې «په غزې کې د بشري بحران د ژر تر ژره ختمېدو لپاره حماس باید تسلیم شي او یرغمل شوي ازاد» کړي.

نوموړي وویل چې د امریکا ځانګړي استازي ویتکاف هم د یرغمل شویو له کورنیو سره لیدلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG