د ملګرو ملتونود کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې په اړه، چې د جولاۍ په ۳۱مه د دغه هېواد د کورنیو چارو او د مخدره موادو د کنترول د وزارت له خوا د سمدستي عملي کیدو د پاره صادره شوه خپل خپګان څرګند کړ.
ددې پریکړې په اساس به ټول افغان کډوال بېرته خپل وطن ته ستنیږي.
په پآکستان او ترکیې کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې استازې فلېپا کاندلر د خپل ایکس په ټولنیزې شبکې کې د پاکستان د حکومت د دغې پریکړې په اړه خواشینې څرګنده کړه.
دا غبرګونونه وروسته له هغې ښودل کېږي چې پاکستاني چارواکو له هغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پروسه نن بیا پیل کړه. دا پریکړه په شاوخوا ۱.۴ میلیون افغانانو باندې اغیز لري چې د ثبت د تصدیق (PoR) کارتونه لري.
د دوی لپاره په هغه هیواد کې د پاتې کیدو قانوني حیثیت د جون په پای کې ختم شوی و خو ډیرو افغان کډوالو هیله درلوده مخکې له دې چې افغانستان ته ستانه شي د بیرته ستنېدو مهلت یې لږ څه نور وغځول شي، چې خپلې شخصي چارې، لکه د ملکیت پلورل یا د کاروبار بندول تمام کړي.
په پآکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند قیصر خان افریدي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې لږ تر لږه هغو افغان کډوالو ته، چې د کډوالۍ قانوني کارتونه (POR) لري، کافي وخت ورکړي چې وکولی شي په عزت سره د خپل مال او توکو راټولولو او بېرته ستنیدو دپاره ځانونه چمتو کړي.
سره له دې چې په لوی شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، خو د UNHCR سازمان هیله لري چې پاکستان به د خپلو پخوانیو بشري ارزښتونو سره سم، د پناه غوښتونکو او زیان منونکو ډلو حفاظت ته دوام ورکړي، په ځانګړي ډول هغو ته چې قانوني اسناد لري.
دوي زیاتوي چې د سیمه ییز ثبات او انساني اصولو ساتنه، یوازې د داسې اقداماتو له لارې ممکنه ده چې پناه غوښتونکو ته د عزت، امن او قانون مطابق چلند تضمین کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه سلګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. ملګرو ملتونو په یو ځل د دومره ډېرو افغانانو د ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دا کار به په افغانستان کې روان بشري بحران نور زیات کړي.
ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو حکومت دومره امکانات او ظرفیت نه لري چې دغو ستنو شویو ته سرپناوې برابرې کړې، دوی له دغو هېوادونو څخه غوښتي چې دا لړۍ بنده کړي.
فورم \ دبحث خونه