د سپينې ماڼۍ یو چارواکي هند تورن کړ چې له مسکو څخه د تیلو په پیرلو سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې مالي تمویل کوي.
د ولسمشر د دفتر معاون ، سټیفن میلر وویل چې هند او چین له روسیې څخه تیل پیري. هغه د مسکو او نوي ډهلي ترمنځ د تیلو د تجارت په اړه د ولسمشر ټرمپ د حکومت ناامیدي څرګنده کړه.
میلر له روسیې څخه د هند له لوري د تیلو د اخیستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې د فاکس نیوز ته وویل: «هغه [ټرمپ] چې په واضحه توګه کومه خبره وکړه دا ده،چې دا د منلو نه ده هند له روسیې څخه د تیلو په اخیستلو سره د دغې جګړې تمویل روان وساتي.»
هغه زیاته کړه: «خلک به حیران شي چې پوه شي هند په اساسي توګه له روسې څخه د تیلو په پیرلو کې له چین سره تړلی (شریک) دی. دا یو حیرانوونکی حقیقت دی.»
د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله، متحدو ایالتونو او ایتلافیانو يې د روسیې په تیلو باندې بندیزونه ولګول.
روسیې ته دا سزا د دې لپاره ورکړل شوه، چې د اوکراین د جګړې د تمویل لپاره، د انرژۍ د خرڅولو له لارې د مسکو عواید کم کړي. په دغې جګړې کې لسګونه زره خلک وژل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ د هندو په وارداتو باندې ۲۵ فیصده تعرفه ولګوله او ګواښ یې وکړ چې هند به له روسیې څخه د تیلو د اخیستلو او د «بریکس» سامزان د غړیتوب له کبله اضافي جریمه هم ورکوي.
بریکس د برازیل، روسیې، هند، چین، جنوبي افریقا څخه جوړ یو بین الحکومتي سازمان دی.
فورم \ دبحث خونه