د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې ځانګړی استازی سټیف ویتکاف به یې په همدې اونۍ کې روسیې ته ځي چې د هغه هیواد د چارواکو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې مسکو ته د امریکا له خوا د جمعې تر ورځې پورې مهلت ورکړل شوی، چې یوه معامله وکړي او له اوکراین سره خپله درې نیم کلنه جګړه ختمه کړي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې ویتکاف به «د چهارشنبې په ورځ او یا د پنجشنبې په ورځ» روسیې ته سفر کوي.
ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړ، که روسیه د جګړې د ختمولو لپاره د اګست د اتمې نېټې تر ورکړل شوی مهلت پورې تړون ونه کړي، بندیزونه او لوړې تعرفې به پرې ولګوي.
روسیې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین په ښارونو باندې بمبارۍ زیاتې کړي دي.
د کرملین ویاند دمتري پسکوف د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ تل خوشحالېږو چې ښاغلی ویتکاف په مسکو کې ووینو.»
په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ وویل چې د روسیې د پخواني ولسمشر دمتري مدویدوف د «ډېرو پاروونکو» څرګندونو له کبله د امریکا دوه اټم لرونکي اوبتلې سیمې ته استول شوې او اوس په سیمه کې دي.
ښاغلي ټرمپ د خپلې وروستۍ پریکړې دفاع وکړه چې سیمې ته یې اوبتلې لېږلي دي او استدلال یې وکړ چې د امریکا د ولسمشر په صفت یې دا مسولیت دی چې امریکایان د خطر څخه وژغوري.
مدویدوف په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي وو چې د ولسمشر ټرمپ هر مهلت د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د جګړې خطر زیاتوي.
فورم \ دبحث خونه