د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو وايي اسرائیل غواړي د غزې ټولې برخې کنترول کړي


د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې د غزې «ټولې برخې» به په خپل کنترول کې ولري.

له دغې اعلامیې څخه یوه ورځ مخکې پرېکړه شوې وه، چې د فلسطیني سیمو ته محدودې بشري مرستې ورسول شي.

نتنیاهو په یو ویدیويي پیغام کې ویلي دي: «شدیده جګړه روانه ده، داسې جګړه چې ډېره لویه ده، موږ به د غزې ټولې برخې تر خپل کنترول لاندې راولو.»

اسرائیل یکشنبه اعلان وکړ چې فلسطیني سیمو ته د بشري مرستو په انتقال باندې بندیز لېرې کوي.

د اسرائیل پوځ د حماس د جنګیالیو په ضد په جګړې بوخت دی. امریکا حماس ترهګر سازمان بولي.

د اسرائیل صدراعظم وویل چې «په نړۍ کې زموږ ښو دوستانو» ویلي دي چې «د لوږې تصویرونه نه شي زغملای». هغه وویل: «په همدې اساس، د بري د ترلاسه کولو لپاره، د ستونزې حل ته اړتیا لرو.» نوموړي وویل چې د اوس لپاره اجازه ورکړل شوې ده چې اولیه بشري مرستې فلسطیني سیمو ته انتقال شي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته په غزې کې جګړه پيل شوې ده. د حماس په هغو بریدونو کې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول. د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي دي، چې د اسرائیل په متقابلو بریدونو کې تر دې دمه حد اقل ۵۰زره تنه وژل شوي دي. فلسطیني چارواکو دا مشخصه کړې نه ده، چې په دوی کې یې څومره ولسي او څومره جنګیالي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG