د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ نن جمعه مۍ ۱۶ (ثور۲۶) وویل، «موږ ګورو چې په غزې کې څه پېښېږي او رسیدګي ورته کوو- هلته خلک لوږه ګالي».
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د جمعې په ورځ په ابوظبي کې وکړې، له دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د اسرائیل پوځ په خصوصي ډول ویلي چې فلسطینیان په غزې کې له سختې لوږې سره مخامخ دي، مګر که په څو اونیو کې دننه مرستې ورسول شي.
د اسرائیل حکومت د ملګرو ملتونو او نورو دا خبرداری رد کړی و چې ګنې په غزې کې ډېره قحطي ده او غزې ته يې د خوړو او تیلو لس اونیز بندیز ولسي خلکو ته کوم لوی خطر نه دی پېښ کړی.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته د حماس د ختمولو لپاره، چې متحده ایالتونه یې ترهګر پېژني، د اسرائیل د پوځ عملیات روان دي.
اسرائیل په دې اونۍ کې په غزې باندې خپل پوځي عملیات سخت کړل او د حماس تر کنترول لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دغو عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي< دغه وزارت د ولسي خلکو او جنګیالیو د مړو توپیر نه کوي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بي بي سي ته د جمعې په ورځ وویل چې په غزې کې بشري وضعیت متحده ایالتونه نا ارامه کړی دی.
هغه وویل: «موږ د غزې د خلکو د کړاو په اړه مصون او بې حسه نه یو او پوهېږم چې د هغوی لپاره د مرستو برابرولو فرصت شته.»
فورم \ دبحث خونه