د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ پوتین ته د خپلې مېرمنې لیک وسپاره


نننۍ نړۍ کې، ځینې ماشومان مجبور دي پرته له دې چې ترې چاپېر تورتم یې اغیزمن کړي، ارامه او بې غږه خندا ولري.
نننۍ نړۍ کې، ځینې ماشومان مجبور دي پرته له دې چې ترې چاپېر تورتم یې اغیزمن کړي، ارامه او بې غږه خندا ولري.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ د مېرمنې میلانیا ټرمپ د «سولې لیک» خپور کړی، چې په خپله ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې پوتین ته وسپاره.

د سپینې ماڼۍ چټک غبرګون ۴۷ څانګې د ایکس په حساب کې دا لیک خپور کړی، چې میلانیا ټرمپ په کې ولسمشر پوتین ته ویلي چې د «قلم په خوځښت سره ماشومان ژغورلای» شي.

میلانیا لیکلي دي «اوس یې وخت دی» چې ماشومان او په نړیواله کچه اینده نسلونه وژغورل شي.

د میلانیا لیک په دې جملې پیل شوی دی: «هر ماشوم، هغه که په تصادفي توګه د یو ولس [هېواد] په یوې لیرې پرتې سیمې کې زېږېدلی وي او یا د یو ښکلي ښار په مرکز کې، خو په زړه کې یو ډول ارام بخښونکې هیله لري. د مینې هیله، د امکان، د خوندیتوب او له خطر څخه د ژغورنې هیله.»

هغې لیکلي دي چې له هویت، سیاسي او مذهبي افکارو پرته، ټول ماشومان معصوم دنیا ته راځي. په لیک کې راغلي: « ښاغلی پوتین، زه مطمینه یم چې تاسو هم له دې خبرې سره موافق یاست، چې یو ساده خو ژور فکر دا دی چې د هر نسل ماشومان خپل ژوند سپیڅلی پیلوي- په داسې معصومیت سره چې له جغرافیې، حکومت او ایدیالوژۍ څخه ورپورته وي.»

د لومړۍ میرمن لیک کاږي: «په نننۍ نړۍ کې، ځینې ماشومان مجبور دي پرته له دې چې ترې چاپېر تورتم یې اغیزمن کړي، ارامه او بې غږه خندا ولري- - د هغو ځواکونو په مقابل کې خاموشي چې د دوی اینده له خطر سره مخامخ کولای شي.»

هغې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته لیکلي دي چې د ماشومانو ساتنه به «روسیې ته تر خدمت زیاته» د «بشریت لپاره خدمت» وکړي.

«داسې زړوره مفکوره د بشر تر هرې تقسیم بندۍ څخه ورپورته ده، او ښاغلی پوتین، تاسو نن د قلم په خوځښت سره د دغې مفکورې د ثابت کولو لپاره وړ یاست.» هغې د لیک په پای کې تر خپلې امضا مخکې لیکلي دي: «اوس یې وخت دی.»

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په غونډې کې د دې لیک یادونه وکړه: «هغې قوی فکر کړی. هغه څه چې تاسو یې ګورئ، هغه یې هم څاري... هغه له ماشومانو سره مینه کوي او دا مسائیل چې پېښېږي، بد یې اېسي. هغه یو ښکلی لیک و. هغه [پوتین] په ښه توګه ترلاسه کړ.»

زیلینسکي د دغه لیک له کبله او په لیک کې د احساساتو د ارزښت له کبله مننه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG