د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: ټرمپ یوازینی مشر دی چې د روسیې-اوکراین ترمنځ سوله کې منځګړتوب کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې ختمولو په هڅو کې د پرمختګ له کبله د ولسمشر ټرمپ ستاینه وکړه او د مخکني ولسمشر جوبایډن حکومت یې تورن کړ چې په دې برخې کې کار نه و کړی.

ښاغلي روبیو د دوشنبې په ماښام د اوکراین او اروپا له یو شمېر مشرانو سره د ولسمشر ټرمپ له ملاقات وروسته فاکس ته وویل چې ټرمپ «د نړۍ یوازینی رهبر» دی، چې ثابت یې کړ د ولادیمیرپوتین او ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ منځګړتوب کولای شي.

روبیووویل: «له درې کال بن بست څخه وروسته هېڅ ډول خبرې او په وضعیت کې هېڅ ډول تغیر، دا لومړی ځل دی چې یو خوځښت لیدل کېږي... د وضعیت ارام کول اسان کار نه دی، خو د دغې جګړې په اړه هېڅ کار ونه شو. په تېر حکومت کې په واقعي ډول چې موږ ته کوم انتخاب راکړل شو، هغه د اوکراین د تمویل داوم و، هرڅومره چې یې اړتیا وه او هر څومره وخت یې چې نیوه.»

هغه د اوکراین د جګړې ختمولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د هڅو په اړه وویل چې دا کار وخت نیسي خو «پرمختګونه» لیدل کېږي. هغه د ټرمپ تر حکومت مخکې د اوکراین جګړه یو بن بست وباله او ویې ویل چې یوازې «وژنې او ویجاړۍ» یې زېږولې.

ټرمپ تېره ورځ په سپينې ماڼې کې د اروپا له مشرانو سره په ملاقات کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د ختمولو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چې له پوتین او زیلینسکي سره به درې اړخیزه غونډه کوي.

روبیو وویل دا واقعیت چې روسیه او اوکراین چمتو دي له یو بل سره خبرې وکړې، یو لوی بری دی. هغه زیاته کړه چې ټرمپ د دغې جګړې ختمول خپل «لومړیتوب» ګڼي.

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ د جمعې د ورځې له غونډې وروسته د بریتانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا، فینلنډ، ناټو او اروپايي کمېسیون له مشرانو سره لیدلي دي. اروپایي مشرانو په دې برخې کې د ولسمشر ټرمپ د هڅو ستاینه وکړه او د اوکراین د امنیتي تضمین غوښتنه یې وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG