د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډې کې د ځینو مسلمان او عربو هېوادونو له مشرانو سره ملاقات کړی او هیله یې ښودلې چې د غزې جګړه ختمه شي.
سپنې ماڼۍ د دغې غونډې په اړه جزیات نه دي خپار کړي، خو د متحده عربي اماراتو دولتي اژانس راپور ورکړی چې په غونډې کې د متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي عربستان، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشران وو.
د دغې غونډې د پيل په لنډې خپرې شوې ویدیو کې ولسمشر ټرمپ ګډونوالو ته وایي غواړو چې د غزې جګړه ختمه کړي.
هغه وویل: «موږ غواړو د غزې جګړه ختمه کړو. دا جګړه ختموو. شاید وکولای شوي همدا اوس یې ختمه کړو. هغوی (دغه مشران) په ټولې نړۍ کې د درناوي وړ دي. زه یې درناوی کوم. تاسو ته ویلای شم چې متحده ایالتونه یې درناوی کوي. دلته راټول شوي یو چې وګورو ایا کولای شو یرغمل شوي بېرته راستانه کړو، جګړه ختمه کړو او بېرته عادي ژوند ته ور وګرځو، ژوند په منځني ختیځ کې ښکلی دی، خو له جګړې پرته لا زیات ښکلی دی، همداسې ده؟»
نوموړي له دغې غونډې مخکې هم هیله کړې وه چې د سه شنبې د ورځې خبرې اترې بریالۍ وي.
ټرمپ ټېنګار کړی و، چې «په غزې کې ټول یرغمل شوي پرېښودل» شي. بریتانیا او فرانسې اعلان کړی چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی دی، اسرائیل او امریکا یې کلک مخالفت کړی دی.
ولسمشر ټرمپ د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په غونډې کې وویل: «د فلسطیني دولت پېژندل د حماس ستاینه ده، ځینو د اکتوبر اوومه نېټه هېره کړې ده.»
د اسرائيل ۱۲ چینل راپور ورکړی دی، چې ولسمشر ټرمپ د عربي هېوادونو له مشرانو سره په غونډې کې یو ځل بیا ټېنګار کړی چې دا جګړه ختمه شي.
فورم \ دبحث خونه