د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) یو راپور خپور کړی چې وايي په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول د زده کړې، کار او ټولنیز ژوند له حق څخه محرومې دي، او هغه افغانې کډوالې ښځې چې له ایران او پاکستان څخه راستنې شوې دي، ډیر له دې ډول ستونزو سره مخ دي.
راپور ښيي چې وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان واک ته ورسېدل، افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو ښځو لپاره د روغتیایي پاملرنې، حقوقي او ټولنیزو خدماتو په څیر اساسي خدماتو ته لاسرسی کم شوی دی.
د دې راپور د موندنو پر بنسټ، افغانستان ته راستنېدونکي ښځینه کډوالې د نورو په پرتله ډیرې منزوي دي، او نږدې ۴۰ سلنه یې خپل رواني روغتیا "ډیره خرابه" ګڼي.
په تیرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه ګړندۍ شوې ده، او اکثره هغه افغانان چې په زوره افغانستان ته ورستانه شوي دي د افغاني هویت اسناد نلري ځکه چې دوی د لسیزو راهیسې په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي چې له هرو دریو راستنیدونکو کورنیو څخه دوه یې د افغاني هویت اسناد نلري، چې دا د افغان ټولنې سره د راستنیدونکو میرمنو د ادغام په وړاندې ترټولو لوی خنډ دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په سیمه ییزو جوړښتونو او د نارینه وو له خوا پریکړه کولو کې د ښځو خورا ټیټ حضور یو بل فکتور دی چې د ګواښونو، خدماتو څخه محروم کیدل او د راستنیدونکو، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د تبعیض لامل شوی دی.
همدارنګه د دې راپور پر بڼسټ د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې کورني تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.
راپور وړاندیز کوي چې د جبري او کم عمره ودونو په شمول د کورني تاوتریخوالي اکثره قضیې راپور نه ورکول کیږي، او د ښځو قضیې او شکایتونه د دې پرځای چې محاکمو یا پولیسو ته راجع شي، د محلي مشرانو یا خپلوانو لخوا حل کیږي.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، دوی په هیواد کې ښځې او نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کولو، په آزاده توګه سفر کولو، او عامه پارکونو، سپورت ځایونو، عامه حمامونو او سینګارتونو ته له لاسرسي څخه محرومې کړې.
څو ورځې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر مرستیال په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو "تبعیضي او ظالمانه" چلند د "جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تاوتریخوالي" یوه بیلګه وبلله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې طالبان دې ته اړ کړي چې په هره ممکنه لاره کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د چلند په اړه پراخې نیوکې کیږي، دا ډله ادعا کوي چې د افغانو ښځو حقونه یې د افغانانو د کلتور سره سم او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین کړي دي، او د ښځو مسله یې په افغانستان کې یوه "داخلي مسله" بللې ده.
فورم \ دبحث خونه